چین: افغانان تر بل هرڅه سولې ته اړتیا لري

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۳۱ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

دافغانستان دقضیې دسیاسي حل لپاره دامریکایي جهت له اقدام څخه چین هم خپل ملاتړ اعلان کړ، دچین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې تاجکستان ته د یوه سفر پر مهال ددغه هېواد له ولسمشر سره کتلي دي.

 تر یادې کتنې وروسته وانګ یې رسنیو ته ویلي چې چین او تاجکستان د افغانستان د سولې په برخه کې همکارۍ ته تیار دي. د نوموړي په خبره سره له دې چې د سولې هڅې روانې دي او په افغانستان کې د جګړې پر سیاسي حل ټینګار کېږي خو افغانان تر بل هر وخت سولې ته ډېر نږدې شوي دي.

 دده په وینا چین په ټول توان هڅه کوي چې د افغانستان د سولې په برخه کې رغنده رول ترسره کړي او په خبره یې د هغه سولې او مذاکراتو ملاتړ کوي چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي، او دغه هېواد ته دایمي ثبات راولي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر همدا راز هیله څرګنده کړې چې امریکا له طالبانو سره په روانو مذاکراتو کې بریالۍ شي او د سیمې هېوادونه په پوره یووالي د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي.

 ده زیاته کړې چین خورا هیله من دی چې په افغانستان کې د کلونو جګړه د روانو مذاکراتو پر مټ حل شي.

تردې وړاندې ډېرو سمییزو اونړیوالو هېوادونو له دې پروسې دملاتړ ډاډ څرګند کړی.

چین، هند، عربستان، امارات، وروس…. او ایران هغه هېوادونه دي چې ددې قضیې له سیاسي حل یې ملاتړ کړی، او دهر راز همکارۍ ټټریې ډبولی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button