پارلمان، که د بدمعاشانو ځاله؟!

غورځنګ

دا چې په جمهوري نظامونو کې پارلمان يا ولسي جرګه په اصطلاح هغې جرګې يا هغه ځای ته ويل کېږي په کوم کې چې ولسي نماينده ګان کېني او د دولت په روابطو يا هم د هېواد په ورځینيو حالاتو باندې نظر اچونه کوي، دغه پارلمان يا ولسي جرګه کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه د ولس نماينده ګان د انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او بيا تر کاميابۍ يا بريالي کېدلو وروسته دغه ځای کې د ناستې او يا هم د فيصلې کولو حق لري، او پس له کاميابۍ څخه يو شخص د پارلمان د عضوه يا هم غړي او په نامه يادېږي، په پارلمان کې دا ضرور نه ده چې حتماً دې نوموړی غړی چې د ولسي رائيو په واسطه ټاکل شوی او تر کاميابۍ رسېدلی؛ دې ولسي خدماتو ته توجه وکړي او يا دې هم ولس ته خدمت تر سره کړي بلکې که خدمت کوي او که نا، خو خپله پنځه کلنه يا هم د حکومت له لوري ورته ټاکل شوې موده به پای کوي.

خو دا چې په ا سلامي نړۍ باندې د کفر له لوري به بې بندوباره شکل لومړی ځل کافرانو او غربيانو خپلې زوررې حملې تر سره کړي او د مسلمانانو نظامي ځواکونه يې په پوره ډول له منځه يووړل نو وروسته يې چې کله له اسلامي نړۍ څخه خپل قوتونه ووېستل نو پر مسلمانانو باندې يې د دې لپاره چې د دوی تر لاس لاندې واوسي؛ خپل کفري نظامونه يې په مختلفو خوږو نومونو او شعارونو باندې وروتپل او په همدې توګه يې تر اوسه پورې مسلمانان خپل فکري غلامان ګرځولي دي.

خو دا چې وخت پر وخت اسلامي او حقاني علماؤو د دغو کفري نظامونو خباثتونه واضح کړي دي نو راځئ! چې نن هم د افغانستان د پارلمان هغه کړنې وګورو کومې چې په دغو نږدې ورځو کې پکې تر سره شوي دي، تر څو پورې د جمهوري نظامونو اهداف او خرابوالی نور هم راته څرګند شي.

دا چې پارلمان د سوونو غړو تر څنګ رئيس هم لري نو د دې لپاره د  ولسمشر غني د حکومت پارلمان هم غوښتل چې د نوي رئيس د انتخاب لپاره په پارلمان کې د وکيلانو تر منځ ټاکنې اعلان تر سره کړي، نو د همدې لپاره څو ورځې وړاندې ټاکنې تر سره شوې او د ټاکنو په ترڅ کې دا اعلان وشو چې که چېرته هر انتخاب شوي شخص ۱۲۴ رائيې يووړې نو هغه به د پارلمان رئيس وي، بالاخره په پای کې د ۱۲۳ رائيو په وړلو سره مير رحمان رحماني د پارلمان يا ولسي جرګې رئيس اعلان شو، چې په پای کې د نورو وکيلانو له غبرګونو سره مخ شو، ان تر دې چې په پارلمان کې يوه پنجشيري وکيل په لاس کې څټک يا چاقو ليدل کېږي او په داسې حال کې چې د وکيلانو په طرف منډې وروهي او وار پرې کوي. او  وکيلانو ته يې په پوچو کنځلو باندې خوله خلاصه کړه. نور وکيلان يې رانيسي او هڅه کوي تر څو يې غوسه سړه کړي.

د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې پارلمانونه او ولسي جرګې شته خو داسې چې يو وکيل يا هم د يوه ولايت نماينده دې پکې چاقو يا څټک رواخلي او بيا دې پر يوه بل وکيل د ګوزار کولو هڅه کوي شايد د دنيا په ملکونو کې کمه وموندل شي.

نو که فکر وکړو: دې نتيجې ته به ورسېږو چې د جمهوريتونو پارلمانونه تل همداسې وي، په شخصي تعصباتو ککړ وي، ژبني، سمتي، قومي او نور ډول ډول تعصبونه پکې وي، چې د دې بېلګې هم په افغانستان کې کټ مټ شته دي، د لطيف پدرام په نامه يو د همدې پارلمان پخوانی وکيل چې په پارلمان کې به يې په ډک ستوني نعرې وهلې چې (من افغان نيستم) يعنې زه افغان نه يم او نه هم افغانستان په نامه کوم هېواد په رسميت پېژنم، بلکې زه خراسان پېژنم او خراساني يم.

نو دا ډول جنايات يوازې او يوازې په جمهوري نظامونو کې ښه پرېمانه رامنځته کېږي. چې جمهوريتونه يې د مخنيوي پر ځای لا ورته لمن وهي، تر څو ولسي وګړي، پارلمان او نور ټول خلک په همدې ډول فروعاتو او نارواوو کې مصروف وساتي او حکومت غربي ډيموکراسي په پوره دقت سره په هېواد کې عملي کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button