راټولونه: خاکسار
دا چې د روژې مبارکه مياشت د مسلمانانو لپاره الله ج د دوی د ګناهونو د رژولو ذريعه او سبب ګرځولې ده نو دا مبارکه مياشت په احاديثو کې په ډېرو زياتو نومونو باندې ياده شوې ده چې دلته به يې په ترتيب سره ذکر وشي:
روژې مبارکې ته په أحاديثو کې (شهر المؤاسات) او (شهر الصبر) هم ويل شوي دي.
همداشان د اردو ژبې په کتابونو کې او لغت پانګو کې داسې راغلي دي: چې روژتي يا روژه لرونکي ته په قرآن کريم کې (السَّائحون) او (السَّائحات) هم ويل شوي دي چې مشتق له سَاحَ،یَسیحُ سَیحا څخه دی، او معنا يې ده (هغه سفر وکړ). همدارنګه د سائح په کلمه کې دې اشاره ده چې روژه تي يا روژه نيوونکي روحاني سفر وکړ.
د روژې نور نومونه په لاندې ډول دي:
۱: شهر الله – د الله ج میاشت.
۲: شهر الله الاعظم – د الله ج تر ټولو ستره میاشت.
۳: شهر ضیافة الله – د الله د مېلمه پالنې میاشت.
۴: شهر قرأة قرآن – د قرآن لوستنې مياشت.
۵: شهر الصیام- د روژې نیولو میاشت.
۶: شهر الاسلام- د اسلام میاشت.
۷: شهر الطهور- د پاکوالي میاشت.
۸: شهر التمحیص- د سوچه کولو میاشت.
۹: شهر القیام- د لمانځه میاشت.
۱۰: شهر العتق من النار- له اور څخه د خلاصون میاشت.
۱۱: شهر الصبر- د صبر میاشت.
۱۲: شهر المؤاساة- د خواخوږۍ میاشت.
۱۳: شهر البرکة- د برکت میاشت.
۱۴: شهر المغفرة- د مغفرت میاشت.
۱۵: شهر الرحمة- د رحمت میاشت.
۱۶: شهر التوبة- د توبې میاشت.
۱۷: شهر الانابة- د بېرته راګرځېدو میاشت.
۱۸: شهر الاستغفار- د بښنې غوښتو میاشت.
۱۹: شهر الدعا- د دعا میاشت.
۲۰: شهر العبادة- د عبادت میاشت.
۲۱: شهر الطاعة- د اطاعت میاشت.
۲۲ : شهر مبارک- مبارکه میاشت.
۲۳ : شهر عظیم- ستره میاشت.
۲۴ : شهر یزاد فیه رزق المؤمن- د مؤمن د رزق د زیاتوالي میاشت.
۲۵ : سید الشهور- د میاشتو مشره.
۲۶: ربيع القرآن- د قرآن پسرلی.
۲۷ : ربیع الفقراء- د نېستمنو پسرلی.
۲۸ : ربیع المؤمنین- د مؤمنانو پسرلی
















