د واک پر سر اوسنۍ ناندرۍ د ولسمشر غني د مفکرتوب؟؟ بله نښه!!

غورځنګ

دا چې تقريباً پنځه کاله مخکې ولسمشر غني ولسمشر غني پر مونږ باندې له ظاهري اړخه د انتخاباتو يا په اصطلاح ټولټاکنو له لارې رئيس جمهور شو  د ټولټاکنو پر مهال هم د ولسمشر غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله تر منځ جنجال وو، ان تر دې پورې چې دغه جنجال تر شپږو مياشتو پورې وغځېده، بلآخره د امريکايي جانکيري په ښکاره دخالت د دواړو تر منځ د هېواد غټې څوکۍ ووېشل شوې، چې ولسمشر غني يې د ولسمشر په نامه اعلان کړ او ډاکټر عبدالله يې د اجرائيه رئيس په توګه اعلان کړ چې د شنونکو په باور د جانکيري دا مداخلت او وېشنه نېغه په نېغه د امریکا لخوا د ګران هېواد د تجزيې پلان وو، خو له نېکه مرغه چې د هېواد د غوڅ اکثريت قومونو او د طالبانو د ځراکت له امله عملي نشو،

له دې وروسته د بلخ يا مزار شريف د ولايت د واک پر سر هغه ناندرۍ چې تقريباً شپږ مياشتې يې دوام وکړ او بلآخره هغه مسئله هم نېغه د امريکايانو په مداخلت په لاينحله شکل ختمه شوه او هغه د چا خبره د کشمير مسئله ترې جوړه شوه.

لنډه دا چې د شنونکو په باور کله چې د يوه هېواد د جمهور رئيس د واک موده پوره کېږي نو مخکې له دې چې وخت يې پوره او مکمل شي، نو انتخابات يا ټولټاکنې تر سره کېږي او تر څو چې د جمهور رئيس د واک موده پای کېږي بل جمهور رئيس هم ټاکل شوی ويب بلکې کار ته پوره او بشپړه اماده ګي لري مګر د جمهور واک چې د جوزا په لومړۍ نېټه باندې پای ته رسېږي، نه خو تر اوسه پورې د ټاکنو کوم څرک لګېږي، نه يې هم خپل ځايناستی معلوم کړی دی او نه يې هم کومه داسې شورا جوړه کړې ده چې د واک لپاره يو موقتي اداره رامنځته کړي، نو له دې امله د هېواد هغه وګړي چې په ښارياتو کې ژوند کوي او د حکومت تر سرپرستۍ لاندې حسابیږي، يو ډول ذهني ناروغۍ باندې اخته دي، او فکر کوي چې هېواد باندې به يې له دې وروسته کوم ډول بدمرغي راځي.

بل لور ته شنونکي هم په دې باور دي چې بيا به کوم امريکايي لوړ پوړی چارواکی مداخله کوي او هېواد به يې له ګډوډۍ سره د تېرو پنځو کلونو په څېر مخامخوي.

نو ولسمشر غني چې لومړی ځل امريکايانو پر افغان ولس باندې د مفکر په نامه مقرر کړ او ډېرو خلکو په نا اګاهانه ډول باندې منلی وو چې ګواکې ولسمشر غني رښتيا هم د نړۍ دويم متفکر دی، خو کله چې يې افغان ولس اعمال وکتل او افغانستان يې د ده په واکمنۍ کې له هره اړخه محاصره وليده نو پوه شول چې امريکا د خپل لاس اله پر افغان ولس باندې د متفکر په نامه مقرر کړی دی.

همداشان د ولسمشر غني د ولسمشرۍ له پيل سره سم پر افغانستان باندې هر اړخيز بنديزونه، د غير رسمي کرښو رسمي کېدل، د ګاونډيو پر وړاندې غلطې پاليسيانې، د لرو او برو پښتنو قومونو تر منځ په ټولنيزو رسنيو کې ناندرۍ، کنځلې او بلآخره دښمنۍ، په ډېرېدو شوې. چې دا دی ناخوالې يې ټول ولس ويني.

نو ځکه ويلی شو چې د حکومت پر سر نوې ناندرۍ ناندرۍ هم د ولسمشر غني د مفکرتوب؟؟ بله نښه ده، چې اوس نو افغان ولس نور هم پر دې باوري شو چې ولسمشر غني په رښتيني ډول غير مفکر دی بلکې امريکا يوازې د افغانانو د خطا ايستلو لپاره د مفکر په نامه ونومولو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button