کابل: د ګډو ځواکونو عملیات د طالبانو د وسله وال غبرګون سره مخ شوې؛ شل کومانډو وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱)
د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو عمليات د طالبانو له وسله وال غبرګون سره مخ شوي او د باوري سرچينو په وينا دواړو غاړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سروبي ولسوالۍ امنیتي سرچينې وايي، ګډو ځواکونو غوښتل چې د يادې ولسوالۍ په سپيرکونډي کلي کې تيره ورځ غرمه مهال عمليات او پلټنې وکړي خو د طالبانو له خوا پرې د سپکو او درنو وسلو بريدونه شوي چې یو شمير کومانډو عسکر پکې وژل شوي او ځينې نور ټپيان دي.
طالبانو هم په سيمه کې د جګړې د رامنځته کيدو پخلی کړی او کابل ټکی کام ته يې په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د ګډو ځواکونو چاپه يې له ناکامۍ سره مخ کړې او د بريدونو په ترڅ کې يې شل کومانډو عسکر وژلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، له جګړې وروسته د وژل شويو کوماندويانو یو شمير جسدونه، وسلې او مهمات هم په سيمه کې پاتې شوې وې چې د طالبانو لاسته ورغلي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه نښته کې دوه تنه طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.
وخت ناوخت د ګډو ځواکونو عمليات د طالبانو له کلک وسله وال غبرګون سره مخ کيږي چې کوماندويانو او بهرنيو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو هغوی ډير کله په چاپو کې د خپلو عسکرو تلفات پټ ساتي.



