د کابل ښار نظامي بڼه غوره کړې؛ مهمې لارې تړل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱)

نن د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په لومړۍ نيټه د کابل ښار نظامي بڼه غوره کړې او هرې خوا ته پوليس ليدل کيږي چې د ښاريانو په وينا مهمې لارې تړل شوي دي.

کابل ښار پر مهمو واټونو د پوليسو له خوا لوی لوی کانتينر ايښودل شوي او تر پخوا په لویو لارو او ارګ ته په ورتلونکو لارو امنيتي ځواکونه د تيارسۍ په حالت کې ولاړ دي.

په ښار کې د پخوا په شان ګڼه ګوڼه نشته، نه خلک ډير تګ راتګ لري او نه هم موټر.

له تيرې څه مودې راهيسې د ولسمشرۍ کانديدانو اشرف غني ته ګواښونه کول چې بايد د غبرګولي په لومړۍ نيټه چې قانوني دنده يې پوره کيږي ارګ دې خوشې کړي.

تيره ورځ هم د ولسمشرۍ نوماندانو پر اشرف غني غږ وکړ چې د جوزا په لومړۍ نيټه واک پريږدي تر څو یو سرپرست حکومت واکمن او انتخاباتو ته لاره هواره کړي خو اشرف غني د حکومت پريښودلو ته نه دی تيار او څه موده مخکې د سترې محکمې په حکم د شپږو نورو مياشتو لپاره هم پر خپله دنده پاتې شو.

نوماندانو ويلي و چې لومړی به هڅه وکړي چې اشرف غني په قانوني لاره له واکمنۍ لاس په سر کړي خو که بيا هم نه کیده نو مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي.

د کابل د پوليسو وياند فردوس فرامرز هم مني چې د کابل ښار ځينې واټونه د پوليسو له خوا د دې لپاره تړل شوي څو د احتمالي لاريونونو د رامنځته کيدو پر وخت د ورانۍ او ګواښونو مخه ونيول شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button