ويسا: د ګډ حکومت توره دوره پای ته ورسيده؛ خو لا هم دوام لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱)

له کابله خپريدونکې ويسا ورځپاڼې د ګډ حکومت د دورې پای ته رسيدو ته په اشارې ويلي چې د اساسي قانون خلاف د عبدالله او غني توره دوره پای ته ورسيده خو لا هم دوام لري.

ويسا د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا د غرض خاوندان بولي ځکه چې خپله درنه اود بل سپکه کوي او د واک د لېږد معقوله لاره هم نه لري خو دا په یقين سره وايي چې د غني او عبدالله قراردادي دوره نن پای ته ورسيده او لا معلومه نه ده چې تر کومه به دغه مصيبت پر اولس نازل وي.

د لیکوال په باور، د ګډ حکومت دوره د قانون تر پښو لاندې کولو سره پيل شوه چې په وينا يې د امریکا سره د امنيتي تړون ذلت يې د لومړۍ ورځې کارنامه ده چې ورسره د اولس بدمرغۍ هم پيل شوې.

ویسا ليکي، په ګډ حکومت کې ډالر تر ټولو لوړې کچې ته پورته شو، لسګونه زره ځوانان له هيواده وکوچيدل، نا امنۍ، جګړې، جرمونه او جنایتونه تر پخوا زيات شول چې له خلکو يې د عادي ژوند تيرولو بهير هير کړی.

په مقاله کې راغلي، ولس مو ټول په مصیبت کې پروت دی، خو غني او عبدالله د ځانونو په ستاینو نه مړېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د ګډ حکومت قانوني دوره پای ته ورسيده او د ولسمشرۍ نوماندان ګواښ کوي که اشرف غني د جوزا په لومړۍ (نن د چهارشنبې) په ورځ له واکه لاس په سر نه شي نو دوی به مدني حرکتونه وکړي او هرډول وضعيت رامنځته کيدلی شي.

د احتمالي لاريونونو له کبله نن د کابل ښار په ډيری مهمو واټونو کې کانتينرونه ايښي او د پخوا په پرتله په ښار او حاسو ځايونو کې ډير امنيتي ځواکونه ځآی پرځای شوي او د خلکو تګ راتګ کمرنګه دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button