یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

په طالبانو کې د پر وخت فيصلې هنر

محمود نشرونکی: محمود
مې 22, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
10
ځلې شریک شوی
123
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

خالد رعد

ډېر کله طالبان يو عجيب ګام اخلي، چې د ډيرو خلکو ذهن پرې سم نه خلاصيږي او اعتراض ډوله پرې غږيږي، مګر هغه فيصله چې دوی کړې وي، خورا پر ځای او مناسبه وي. ډېر لرې به نه ځو، لنډه موده وړاندې کله چې طالبانو د (الفتح) په نوم عمليات اعلان کړل، ډيرو خلکو پرې اعتراض وکړ، چې د سولې خبرو په جريان کې د جګړې اعلان د طالبانو جګړه خوښی طبيعت په ګوته کړ يا دې ته ورته نور اعتراضونه. د امريکايي جهت جنرالانو او د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي خليلزاد هم پرې توند غبرګون وښود او د طالبانو د عملياتو اعلان يې وغانده، چې طالبانو يې د غندنې مناسب ځواب ورکړ.
يو د مطلق سولې ارمانجن په خپله ليکنه کې ليکلي و چې طالبانو ناسنجيده ګام پورته کړ، خو داسې نه و، طالبانو په ډيره سنجيدګي دا ګام اخيستی و، دوی په داسې حال کې عمليات اعلان کړل چې له وړاندې د امريکايانو ايجاد شده حکومت د (خالد) په نوم د جنګ اعلان کړی و.
په دې توګه طالبانو هم کابل دولت ته د رزم په ډګر کې پر وخت او مناسب ځواب وويلو او هم يې امريکايي غندونکي دنيا ته شرمنده کړل، چې په خپل جنګي اعلان وياړي او ننګه يې کوي او د دفاعي سنګر هغه بيا غندي.
اصلا امريکا او ملګري يې په معاصر سياست کې رواج تيوري څخه استفاده کوي، دا تيوري د (Salamitaktik يا Boiling Frog) سلامي تکتيک يا ايشېدونکې چونګښې تکتيک په نوم ياديږي.
سلامي/بويلينګ فراګ (ايشېدونکې چونګښه) تکتيک په ارواپوهنه کې لويو موخو ته د وړو ګامونو له لارې د رسيدو لپاره کارول کيده، خو کله چې دا تيوري د سياست برخه شوه؛ نو زبر ځواکونو د غريبو ملتونو د له منځه وړلو لپاره ترې کار واخيست او د دې تيوري په مټ يې ډير غريب او کمزوري ملتونه له خپلواکۍ خلاص کړل او کلونه کلونه يې پرې حکومتونه وکړل، بلکې آن له منځه يې يوړل.
په نولسمه پېړۍ کې د هايزمن په نوم يو بيلوژيست دغه تجربه وکړه. هغه ګرمو اوبو ته چونګښه واچوله، خو هغې ټوپ کړل. بيا يې په يخو اوبو کې واچوله او ترې لاندې يې اور بل کړ، چونګښې له يخو اوبو سره ځان عادي ونيو، اوبه ورو ورو ګرمېدلې او چونګښې د دې پر ځای چې له ابو څخه ټوپ کړي او خپل ژوند وژغوري، د اوبو له محيط سره يې ځان عادت کاوه، تر دې چې د اوبو حرارت له ۱۰۰ پورته شو او چونګښې د پښو په ښورولو سره ژوند له لاسه ورکړ.
ځينې وايي چې چونګښه د اوبو تر حد زياتې تودوخې ووژله، خو اکثر بيا وايي چې نه، چونګښې له دې امله ژوند وبايللو چې په ځان کې يې د پر وخت فيصلې او تصميم ګيري هنر نه و، که يې پر وخت فيصله کړې او ټوپ وهلي وای؛ نو ژوند به يې ژغورلی وای.
اتلس کلونه کيږي چې په افغانستان او د دې هيواد په ملت هم همدا تکتيک کارول کيږي، مګر دلته د طالبانو په نوم د ملت د واقعي استازو په حيث يوه ډله د دې لامل شوې چې د غربيانو دغه تجربه شوې تيوري غلطه ثابته کړي او کارونکې يې اړ کړي چې نور د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره له دغه ډول هڅو څخه پر شا او تسليم شي.
امريکايانو او ملګرو يې په ځلونو هڅه کړې چې د بويلنګ فراګ تکتيک مطابق ورو ورو د طالبانو دريځ کمزوری کړي، مقابله يې ټکنۍ کړي او بالاخره يې له منځه يوسي، خو بالمقابل طالبانو ورسره پر وخت مناسب سياست لوبولی او د جګړې په ډګر کې له کاميابي سره په څنګ کې يې په سياسي ميدان کې هم له مايوسي سره مخ کړي دي.
که ډير لرې لاړ نشو، د طالبانو د الفتح عملياتو په اعلان د امريکايي جنرالانو او سياسيينو غندنې ته د ذبيح الله مجاهد لخوا مناسب ځواب وويل شو. هغه ليکلي و (موږ د میلر او خلیلزاد غبرګونونه غندو، دوی د خپلو کړنو ځواب ویلو ته متوجه کوو او د روانو جهادي عملیاتو د اعلان په اړه يې څرګندونې بې ځایه بولو. دا خبره هم واضح کول غواړو چې د مذاکراتو روان بهیر او سولئیز حل ته ژمن یو، خو داسې نشو کولای چې د اشغالګرو او د هغوی د داخلي ملاتړو پوځي عملیاتو او روان وحشت ته لاس تر زنې کښینو.)
که طالب وياند متقابلاً ستوغ ځواب نه وای ويلی، ممکن له هر لوري له سختو اعتراضونو سره مخ شوي وای او په دې توګه به د طالبانو عمليات نا جائز او د کابل ادارې هغه روا بلل کېدل، بلکې هغوی به له ياده وتلې وای او طالبان به ملامت ګڼل کيدل.
دغه راز د روان ۲۰۱۹ کال په اپريل کې په قطر کې دائرېدونکې بين الافغاني غونډې ته د کابل ادارې لخوا د طالبانو د ملامتولو په هدف خپور شوی نادر ليست چې کله د غونډې د دائرونکو لخوا رد شو؛ نو رسنيو د طالبانو پر ضد تبليغاتي هڅه وکړه، تر څو طالبان د اولس په منځ کې بې اعتباره او سوله ضد معرفي کړي، مګر طالب وياند يې په مقابل کې داسې جملې وليکلې چې دوی يې په اصطلاح په خپلو کړو پښېمانه کړل. هغه ځواب ويلی و چې: د کابل لیست جوړونکي باید درک کړي چې دا په یو لیرې خلیجي هیواد کې منظم او پلان شوی کانفرانس دی، نه د کابل په کوم هوټل کې د واده او کوم بل مناسبت بلنه او میلمستیا.
په همدې ورځو شپو کې د امريکا د خارجه وزارت ځانګړي استازي خليلزاد په طالبانو غږ وکړ چې بايد وسلې په زمکه کېږدي، نوموړي ته هم طالبانو ډانګ پېيلی ځواب ووايه او څو ورځې وړاندې بيا د امريکايي پوځ وياند طالبان ملامت کړل چې سوله نه غواړي، هغه ته هم طالب وياند وليکل چې: ستاسې په شتون کې هيڅ رښتينی افغان هم سوله نه غواړي، بلکې ستاسو شړل غواړي. تاسو د افغانانو نمایندګې مه کوئ، بلکې د امریکا په نمایندګۍ خبرې وکړئ او د خپل اشغال په پای ته رسیدو فکر وکړئ.
که په طالبانو کې دغه د پر وخت فيصلې هنر نه وای، اوس به مو يې په اړه يوازې کيسې کولې او د افغان ملت له کلتوري ارزښتونو نيولې تر ديني او ملي هغو پورې به د امريکا او د هغوی د بهرنيو او کورنيو ملګرو لخوا زبېښل کېدل او بالاخره تالا ترغه کيدل، خو لله الحمد چې افغان ملت د طالبانو په څېر غمخوار لري.

دا هم ولولئ

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

مخکینې مطلب

د بدر غزا د نورو فتوحاتو کلۍ

بل مطلب

خليلزاد سره له غونډې وروسته امريکايي سناتوران: غواړو خپل عسکر ژر تر ژره راوباسو

ځانګړي مطالب

خبرونه

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
خبرونه

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com