(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲)
د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په سپينه ماڼۍ کې د کانګرس غړو ته د سولې روانې پروسې په اړه معلومات ورکړي.
دغه معلوماتي غونډه چې له رسنيو پټه ترسره شوې خو له غونډې وروسته ځينې سناتورانو په دې اړه خپل نظر څرګند کړی.
د امريکا د کانګرس د بهرنيو چارو د کميټې مشر جيم ریش د غونډې تر خلاصيدو وروسته وويل، چې باوري دی خليلزاد په دې برخه کې پرمختګ کړی خو زیاتوي “څومره پرمختګ ایا ټاکلي هدف او نتيجې ته به ورسيږي که نه”.
سناتور ریش وايي، مونږ چټک پرمختګ او د یادې مسئلې ژر خلاصيدل غواړو، نيوکه نه کوو خو دا یوه پيچله مسئله او مشکل حالت دی.
دغه راز د سنا بهرنۍ کميټې یوه بل غړي باب منډيز بيا وويل، مونږ ټول غواړو چې ژر تر ژره خپل عسکر بيرته راوباسو خو تر ټولو مهمه دا ده چې څرنګه دغه هدف ته ورسيږو.
هغه وايي، د افغانستان د حالاتو په اړه د امریکايي استخباراتو او د خليلزاد د خوش باورۍ تر منځ ژور اختلاف موجود دی.
دغه راز یوه بل سناتور ټاډیانګ پر سپينې ماڼۍ غږ کړی چې د طالبانو سره په خبرو کې بايد مراعات کړي زياتوي مونږ به دغه مسائل یوازې اجرائيه څانګې ته نه پريږدو او په دې اړه بايد په سنا کې پرې خبرې وکړای شي.
د افغانستان جګړې د ختميدو، د بهرنيو عسکرو د ايستلو او د افغان خاورې د بل چا پرخلاف نه کارولو پر سر له تيرو څو مياشتو راهيسې د طالبانو او امريکايانو تر منځ خبرې روانې دي.
دواړوه خواوې وايي، چې په تيرو شپږ پړاوه خبرو کې تر بل هر وخت زيات پرمختګ شوی او ښايي نږدې راتلونکي کې يوځل بيا طالبان او امريکايي پلاوی سره د قطر په مرکز دوحه کې جرګه شي.
له هغه وروسته چې د امريکا او طالبانو تر منځ مذاکرات پيل شوي دا لومړی ځل دی چې امریکايي استازی زلمی خليلزاد د امريکا کانګرس ته په دې اړه معلومات ورکوي.
















