لیکوال: حسین احمد حیدري
شهید منصور رحمة الله ډېر ځیرک پوه او مفکر، صابر ، صادقه، عاجز، بې کبره، تقي ، نقي، جواد ، سخي ، مینه ناک ، رحم دله ، مهربان ،اخلاقي ، اسلام پاله، وطن پاله او عام طبیعت پاله شخص و آن که ګوتې ماتې قلمونه خالي کړم هم د شهید منصور صاحب صفتونه ټول نشم لیکلای.
دشهید منصور صاحب يو څو لیدلي او اوریدلي زرین داستانونه
له خپلو خوږو او زړه ته ورتیرو ملګرو او مسؤلینو سره اکثره ملاقاتونه او غونډې زمونږ په کور کې ترسره کولې موږ به یې په ډېره مینه سره لوی او کم تر خپله وسه پورې هر خدمت ته لاس په نام ولاړ ؤ.
له لسو کالو زیات مونږ د شهید منصور صاحب په دغه ستر خدمت کې برخمن او ګډون وال ؤ، آه چې د ظالم مرمۍ رانه وخوړ درې کاله مخکې په همدغه ورځ دامریکایي وحشي بې پيلوټه الوتکې په یوه نامردانه برید کي د شهادت وقار تر لاسه کړ. انالله واناالیه راجعون.
زمونږ په کور کې شهید منصور صاحب بېشمیره ملاقاتونه، مجلسونه ،شورا ګانې له علماؤ شیخانو قومي مشرانو د فکر او د تدبر د څښتنانو سره د وخت د یرغل پر ضد او د اسلام د سپیڅلي دین د نافذولو په موخه کولې.
منصور صاحب تقبله الله به چې کله د یو مسؤل سره د مجلس کولو وعده وکړه او وخت به یې وټاکه هم هغه وخت به شهید منصور صاحب د خپلې وعدې سره سم ټاکلي ځای ته ځان رساوه او له خپل مجلسي سره به یې مجلس کاوه.
شهید منصور صاحب کوښښ کاوه چې په ټاکلي ورځ ټاکلي ځای ته د ټولو د مخه ځان ورسوي او هر کس چې به راتلو نو منصور صاحب به په ډېر ادب او احترام ورته ولاړیده او په خوږه مسکاء په ورین تندي به یې غیږ ورنه چارپیره کړل ښه ټینګ به یې په سینه پورې ونیوی خپله اسلامي او ورورولي مینه به یې په ماته کړل.
شهید منصور صاحب ته لیدلي او نالیدلي کس فرق نه ورکاوه له هر شخص سره به یې د نازولي ورور په څېر روغبړ او خبرې کولی.
داسلامي او افغاني رسم او رواج مطابق به یې له هر کس څخه جلا جلا پوښتنه کوله د هر کس هره خبره به یې په ښه شوق او ذوق سره اوریدله د هر شخص هر مشکل ته به متوجه و او اوریدې به یې د خپل او د پردي فرق یې نه کاوه..
شهید منصور صاحب له هر کس څخه د هغه دکور کلي او علاقې پوښتنه کوله او د هر مجلس شروع به يې دکلام پاک په مبارکو آیاتو سره کیدله ..
پر شهید منصور صاحب به مجلس هیڅ نه غمیدۍ که هر څومره اوږد او سخت مجلس به ؤ د مجلس په جریان کښې به منصور صاحب هرې خبرې ته په ډېر شوق او ذوق متوجه ؤ.
دغه راز ډيری مهال د مجلس د ختمیدو پر وخت دعاکوله ډېر عجیب او غریب الفاظ به یې په دعاء کې ویل او د رخصتیدو په وخت کښې به یې مېلمنو ته ښې ښې تحفې هم ډالۍ کولې.
نوموړي یو دا ښه عادت درلودۍ چې په شورا کې به يې لومړيو راغلو ښاغلو د قدر وړ مېلمنو ته د وینا وخت ورکاوه په غونډه کې به یې د سپین ږیرو مشرانو ډېر احترام کاوه هغوئ ته به یې له ټولو مخکې د وینا وخت ورکاوه د هغوی د ویناؤ له اورېدلو وروسته به بیا شهید منصور صاحب خپله وینا مېلمنو ته اوروله، چې غونډه به ختمه شوه له دعاء وروسته متصل به یې له هر یوه سره جدا جدا کتل او هیڅ به یې دا نه ویل چې ستړی شوم.
شهید منصور رحمه الله ته رب تعالی ډېر صبر ورکړی و د ډېرې لوړې حوصلې خاوند و:
کله چې به یو مشکل پېښ شو منصور صاحب به خپله حوصله نه بایلل نورو میشتو ملګرو ته به یې هم ډاډ ور کاوه او خپل تر مسؤلیت لاندې کار به یې مخ ته وړلو.
کله چې به د یوه مسؤل په کار کي مشکل پېښ شو ده به ورته غوصه نه کوله هغه ته به یې د راتلونکي وخت د بریا ډاډ ورکاوه او هغه به یې نور د قناعت طرف ته باله.
شهيد منصور صاحب به ډېر کم خوب کاوه چې هسې نه د اولس او مسؤلیت په حق کې غفلت را څخه وشي.
د شهيد د ځانګړو روابطو یو ملګری چې د مجاهدینو غوښتنې به یې شهید منصور صاحب ته رسولې او د شهید منصور صاحب غوښتنې وصیتونه نصیحتونه او خبرې یې مجاهدینو ته رسولې دغه ملګری یې کیسه کوي چې په هغه وخت کې وخت پر وخت په ډېره موده کې چې د مجاهدینو تقریبا دېرش زره ۳۰۰۰۰ غوښتنې کېږي ما ترې کړي په یوه غوښتنه یې هم غوصه نه ده راته کړې هره غوښتنه یې منله پر غوښتنو یې هیڅ تنقید نه کاوه.
صابر او د نبوي اخلاق څښتن ؤ هر چا ته به یې په سړه سینه جواب ورکاوه.
په سخاوت کښي اوج ته رسیدلی ؤ دومره سخي ؤ چې د سخاوت مثال یې اوس په نړۍ کښي نه وینم..
شهید منصور صاحب ته چې به دې د یوه مسکین فقیر یتیم کونډې زخمي بندي ملا طالب د هغو او یا د هغوی د کورنۍ مشکلاتو په اړه ورته وویل ده مبارک به تر خپله وسه پورې په ښه اخلاص په ښه نیت سره پوره همکاري ورسره کوله.
یقینا هم د افغانستان د پاره یې ډېر غټ خدمتونه وکړل الله ج دې خدمتونه قبول کړي.
صرف د اسلامي امارت لپاره نه بلکې د ټول مسلمه امت د سختو شیبو امیر ؤ.
شهید منصور صاحب: ډېرژ ځانګړې کارنامې لري یوه ستره کارنامه یې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمة الله علیه د وفات پټ ساتل و چې ده د نړۍ ټولو استخباراتي دستګاوو ته ماتې ورکړه او په دغه کار کې د یوه الهي فرمان کلکه تابعداري وکړله.
بله کارنامه په وطن کې یوه داسې فتنه (داعش) يې د الله تعالی په نصرت ختمه کړه چې د ختمولو امکان یې نه ؤ.
نورې خوندوري کارنامې هم لري لکه سولې لپاره په قطر کې دفتر پرانیستل دامریکا داشغال په دوران کښې د کندوز فتحه کول او داسې نورې لاتعد او لا تحصي.
ولس یې د ځان کړ او ځان یې د ولس کړ:
شهيد منصور صاحب تقبله الله د ولس د تعلیم او تربیه لپاره دصحت او د بیا رغونی لپاره ډېر خدمتونه وکړل.
ددین او د وطن دښمنان یې سخت وځپل د سختې ناکامۍ سره یې مخ کړل هم په سیاسي هم په نظامي ډګر کې.
له مخکنیو فاتحینو څخه یو فاتح یادولای سو یو مجاهد غازي یې یادولای سو.
چې څه به يې ویل هم هغه به یې کول:
شیخ القرآن والحدیث مولوي عبدالبصیر صاحب له وینا څخه:
شهید امیرالمؤمنین ملا اختر محمد منصور تقبله الله ته مې وویل چې د محشر په میدان به د ټولو فدایانو شهیدانو سوال درڅخه کیږي کوم فدایان طالبان چې ستا تر قیادت لاندې په اور کباب شوي او په مرمیو باندی لګیدلي دي او زندانونو ته تللي دي.
د شهید امیرالمؤمینین تر سترګو مبارکو اوښکې راغلې او څنګ یې وواهه د څه دمې وروسته راپور ته شوراته يې وویل شیخ صاحب كه مې ځان دغسې ټوټې ټوټې نکړ لکه فدایان زه به امیرالمؤمنین نه بل کې یو لوۍ خیانت کونکی د دې مظلوم اولس سره يم.
په رشتیا سره د رشتنې اولس رشتنی امیر ؤ:
یقینا هم ډېر اسلام پرسته او وطن پرسته شخص و ، ډېره لویه هستي وه کاش چې یو څه وخت نه وای تللی.
الله ج دې د ده تکلیفونه زحمتونه او قربانۍ په خپل عالي دربار کې قبولې مقبولې منظورې کړي.
شهیده مشره خدای دي جنتونه او د جنتونو نعمتونه نصیب کړه.
رب تعالی دې مونږ د حشر په میدان دده تر څنګ را پورته کړي.
امین ثم امین
















