روحاني: ایرانیان دبمبارد په صورت کې هم نه تسلیمېږي

کابل ټکی کام ( جمعه، ۳ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
د ایران او امریکا دکړکېچ پر دوام ایراني ولسمشر حسن روحاني یوځل بیا امریکا چیلنج کړې، ولسمشر حسن روحاني وايي چې هېواد به یې امریکا ته تسلیم نه شي، حتی که بمباري پرې هم وشي.
حسن روحاني وویل چې ایرانیان به سختې ورځې وزغمي خو فشار ته به هېڅ کله تسلیم نه شي. د ایران د رسمي خبري آژانس ایرنا د راپور له مخې، روحاني پرون د ایران او عراق د جګړې د کلیزې په ویاړ غونډې ته په وینا کې وویل چې ایرانیان له خپلې خپلواکۍ او عزت څخه حتی که یې پر هېواد بمباري هم وشي، نه تېرېږي.
د امریکا او ایران په اړیکو کې کړکېچ یو کال مخکې وروسته له هغه زیات شو چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټمي موافقې ووت.
د فارس د رسمي خبري آژانس د راپور له مخې، پرون له دې مخکې د ایران د وسله والو قواوو لوی درستیز محمد باقري خبرداری ورکړ چې ایران به د دښمن هر راز یرغلیز عمل ته کلک او غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.
یاده دې وي چې په دې وروستیو کې امریکا په ایران یوشمېر بندیزونه ولګول، اوایران یې له اټومي تړون څخه په سر غړاوي تورن کړ.
خوایران بیا امریکا دخپل اټومي تړون ماتونکی هېواد بولي، اوددوی خلاف له خپلو ملي منافعو دفاع یو مسلَّم حق بولي.



