فراه: بهرنیو ځواکونو په شیبکوه ولسوالۍ کې خیریه موسسه په نښه کړې

کابل ټکی کام ( جمعه، ۳ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
دملکي بمباریو پر دوام، داځل ګډو ځواکونه خیریه موسسه په نښه کړې، اومرګ ژوبله یې وراړولې.
په فراه ولایت کې د يوې خيريه موسسې مسوولين وايي چې ددغه ولايت په شيبکوه ولسوالۍ کې يې پر دفتر د هوايي بريد په ترڅ کې د يوه همغږي کوونکي مسوول په ګډون دوه کسان وژل شوي دي.
د انساني مرستو( CHA) موسسې مسوول ملک افغان وکيلي وويل چې تېره شپه يې په شيبکوه ولسوالۍ کې پر دفتر بې پيلوټه الوتکې هوايي بريد کړى دى.
د هغه په وينا، دغه دفتر له تېرو دوه کلونو راهيسې د (احسان) پروګرام په چوکاټ د خلکو په مشرۍ د حفظ الصحه په اړه د عامه پوهنې په برخه کې کار کاوه .
د فراه امنيتي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې امریکايي ځواکونو خپلو بمباریو ته زور ورکړی، او ددوو ونیو په طول کې یې یواځې په هلمندولایت کې د ۳۵ دولتي ځواکونو په شمول ۱۸ ملکي وګړي وژلي



