کندهار: چاودنې رومانیايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۴)
پرون غرمه مهال د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې په رومانیایي عسکرو چاودنه شوې چې بهرنیانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.
د رومانیا جمهورریس له پيښې څو شیبې وروسته رومانیايي رسنیو ته په خپل پیغام کې وويل چې«زه په افغانستان کې د خپلو ټپي شویو عسکرو سره څنګ پر څنګ ولاړ یم. هغوی د جعمې په ورځ د امریکايي عسکرو سره یو ځای ګزمه کوله.»
د رومانيايي حکومت په ياده چاودنه کې د خپلو پنځو عسکرو ټپي کيدل منلي دي.
خو طالبان وايي، چاودنه ډيره قوي ترسره شوې چې په وينا يې د بهرنيانو ټانګ په بشپړه توګه ویجاړ شوی او پکې ټول عسکر وژل شوي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدی په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکي: ( نن ماسپښین دکندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ اړوند هوایي میدان جنوب لویدیځ پلو اسحاقزو کلا سیمه کې د رومانیایي اشغالګرو عسکروپه زغره وال ټانګ قوي انفجار شوی.
ټانګ بشپړ ویجاړ شوی، په کې سپاره ټول اشغالګر عسکر وژل شوي.)
طالبان ډير کله د بهرنيانو په زغره والو ټانګونو د ځمکني ماين او موټربم چاودنې کوي چې هغوی ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې يا هم پټه ساتي او يا يې له رسنيو سره کم تلفات شريکوي.



