هلمند: نوزاد کې د بهرنيو ځواکونو اړوند چورلکه نسکوره شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۴)
د هلمند ولايت څخه باوري سرچينې وايي، چې په نوزاد ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو اړوند چورلکه نسکوره شوې او سوځول شوې ده.
راپور زياتوي، دغه چورلکه هغه مهال نسکوره شوې چې سيمې ته يې د طالبانو پرضد د عملياتو لپاره عسکر ليږدولي و.
هغه ويډيو چې په ټويټر او فسبوک خپره شوې پکې ښکاري چې په چورلکه اور بل دی او له يوې مخې ویجاړه شوې ده.
تر اوسه طالبانو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ځايي اوسيدونکي او د پيښې ځای ته نږدې د طالبانو سرچينې وايي چې د چورلکې نسکورېدو پيښه کې د چاپې عسکرو ته درنه مرګ ژوبله رسیدلې ده.
حکومتي سرچينې تاييدوي چې یاده چورلکه د ځانګړو ځواکونو اړوند وه او په سيمه کې يې بیړنۍ ناسته کړې خو پکې د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
ډير کله د ګډو ځواکونو شپني عمليات د طالبانو له کمين او وسله وال غبرګون سره مخ کيږي چې وخت ناوخت پکې د هغوی لېږدونکې چورلکې هم د راکټونو ښکار شوي او نسکورې شوي دي.



