ټرمپ منځني ختيځ ته ۱۵ سوه عسکرو او سعودي ته د ميلياردونو ډالرو وسلې ليږل تاييد کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۴)
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختيځ ته د پنځلس سوه عسکرو ليږل تاييد کړي دي او دغه راز سعودي عربستان او اماراتو ته يې د ميلياردونو ډالرو د وسلې د ليږد اجازه هم ورکړې ده.
که څه هم د امریکا دفاع وزارت سرپرست پاتريک شاناهان تيره ورځ منځني ختيځ ته له پنځو تر لس زرو عسکرو ليږلو خبره ناسمه بللې وه خو په تازه راپور کې ويلي شوي چې دفاع وزارت د دغه پنځلس سوه سرتيرو څخه د امریکا کانګريس جريان کې اچولی دی.
امريکا له وړاندې هم په منځني ختيځ کې پنځوس زره سرتيري لري خو پنټاګان وايي، په دغه سرتيرو کې د پاتريوت توغنديو شپږ سوه کسيز کنډک شتون لري چې د توغنديزیزې دفاع لپاره ځانګړی شوی زياتوي پاتې شپږ سوه نور سرتيري په استخباراتي، انجينرۍ او پېژندونکې او جنګېدونکي سکاډران دي.
یادې سيمې ته ځکه ځواکونه ليږي چې د ايران د ګواښونو مخه پرې ونيول شي.
یوه امریکايي سناتور انګوس کېنګ دې خبري اژانس ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ “د تصادفي ټکر خطر” مخ په ډېرېدو دی.
دغه راز امریکايي سناتورانو ادعا کړې چې ډونالډ ټرمپ د دوی له ارزولو پرته له سعودي سره د اته ميلياردو ډالرو په ارزښت د وسلو د ورکړې د ۲۲ تړونونو اجازه کړې ده.



