د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پاکستان لوبډله ماته کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۴)

د افغانستان او پاکستان تر منځ په تمريناتي سيالۍ کې افغان ملي لوبډلې پاکستان ته په درېيو ويکټو ماتې ورکړه.

لومړی توپوهنه پاکستان وکړه او افغانستان ته يې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۶۳ منډو هدف وټاکه
خو ملي لوبډلې د پاکستان له لوري ورکړل شوی هدف په ۴۹،۳ اورونو کې پوره کړ او د پاکستان لوبډله یې ماته کړه.

په افغان لوبغاړو کې تر ټولو زياتې ۷۴ منډې حشمت الله شهيدي وکړې او تر پايه نا سوځيدلی پاتې شو.

دغه راز حضرت الله ځاځي ۴۹، محمد نبي ۳۴، او رحمت شاه ۳۲ منډې وکړې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button