(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۴)
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره يونيسېف وايي، چې په افغانستان کې د دوو ميليونو په شاوخوا کې ماشومان د وچکالۍ او خوارځواکۍ له امله اغېزمن شوي او ژوند يې په خطر کې دی.
د ملګرو ملتونو د يادې ادارې د تازه راپور له مخې، په یادو دوو ميليونو ماشومانو کې شپږ لکه يې د مناسب خوراک د نه وررسېدو له کبله د سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
راپور زياتوي، د افغانستان ټول دوويشت ولايتونه وچکالۍ اغېزمن کړي خو دولس ولايتونه داسې دي چې وضعيت پکې جدي دی او د شاوخوا یو ميليون اوسيدونکو ژوند ورسره په خطر کې لويدلی دی او همدارزا په دغه هيواد کې د تغذيې وضعيت لا هم په خطرناک حالت کې دی.
يونسيسېف خبرداری ورکړی، که په یادو ولايتونو کې د خوړو او پاکو اوبو کموالی همداسې دوام پيدا کړي نو ښايي وضعيت لا نور خراب شي.
يادې ادارې له نړيوالې ټولنې غوښتي چې شاوخوا اووه ميليونه ډالره مرستې ته اړتيا لري تر څو د ۲۷۵۰۰۰ ماشومانو چې ژوند له ګواښ سره مخ دی له خطره وژغوري خو په وينا يې که مرسته ورسره ونه شي نو د هغوی په اړه جوړه شوې ژغورونکې تګلاره نه شي عملي کولای.


















