کابل ټکی کام ( شنبه، ۴ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
وروسته ترهغې چې امریکا په ایران یوشمېر بندیزونه ولګول، او په پام کې لري چې ددې بندیزونو لمن نورو هېوادو ته هم پراخه کړي، نن په هند کې دچین سفیر هند سره په همکارۍ دامریکا ددې اقداماتو دمخنیوي په پار د وحدت غوښتنه کړې.
په هند کې د چین سفیر لوا ژاهويي وایي امریکا په دې وروستیو کې د ګڼو هېوادونو پر وړاندې د سوداګرۍ په برخه کې غیر قانوني او یو اړخیز اقدامات پيل کړي دي.
دده په خبره په نړیواله کچه د سوداګرۍ د کنټرول او ښو سوداګریزو اړیکو د لرلو لپاره بدلونونو ته اړتیا ده.
هغه ویلي چې هند او چین دې په ګډه د امریکا د تعرفو او نورو اقداماتو پر وړاندې ودرېږي.
داپه داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د چین او امریکا ترمنځ د سوداګریزو تعرفو پر سر ستونزې را ولاړې شوې دي. چین هم د امریکا د اقدام په ځواب کې د امریکا پر ځینو صادراتي توکو مالیات لوړ کړي دي.


















