کابل ټکی کام ( شنبه، ۴ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
وروسته ترهغې چې دهېواد په لر اوبرکې ړندو بمباریو زور واخیست او لسګونه ملکي وګړي یې ووژل یوشمېر شنونکو دپوځ اعتبار له منځه تلونکی وباله، او دعملیاتو دعاجلې بندېدا غوښتنه وکړه.
بلې خوا افغان امنیتي ادارې وايي، چې دعملیاتو پر مهال یې د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب یې لومړیتوب دی، خو په دې وروستیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو پېښې زیاتې شوي دي.
پوځي شنونکو زیاته کړې چې د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري ترسره کېدونکي شپني عملیات په دقت نه ترسره کېږي چې له امله یې د طالبانو پرځای ملکي وګړي وژل کېږي.
دوی زیاتوي، د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې په پرلپسې ډول د ملکي وګړو وژل کېدل به د ملي پوځ اعتبار ته صدمه ورسوي.
پوځي شنونکي د مخالفینو د ځپلو لپاره خاص عملیات مهم بولي خو وايي د ملکيانو د ژوند خوندیتوب ته باید لومړیتوب ورکړل شي، خو ملي دفاع وزارت بیا د مخالفینو د ځپلو لپاره شپنې عملیات ګټور بولي او وايي د پوځ له لوري په ترسره شویو دغه ډول عملیاتو کې د مخالفینو مهم مشران په نښه شوي دي.


















