غزني: طالبانو د قتل او غلا په تور دوه تنه اعدام کړل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۵)

طالبانو د غزني ولايت په قرباغ ولسوالۍ کې هغه دوه تنه په ډزو وژلي چې په لویه لاره کې د غلا او د يوه نارينه د قتل تور ورباندې و.

طالب وياند قاري یوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکي، د عبدالله او قاسم جان په نومونو دوه تنه چې څه موده مخکې يې د کندهار- غزني تر منځ پر لاره یوه ښځينه له موټره ښکته کړې وه او یو تن مسافر يې وژلی و.

د احمدي په وينا، په دواړو کسانو د اسلامي امارت شرعي محکمې د قتلولو فيصله وکړه او ووژل شول.

طالبان چې تقريباً د هيواد په پنځوس سلنه خاوره بشپړ حاکميت لري او د هر ولايت لپاره اسلامي او شرعي محکمې او قضاياوې لري چې خلک خپلې فيصلې وروړي او پر طالبانو يې حل و فصل کوي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې خلک د طالبانو له محکمو او فيصلو راضي دي وايي، چې حق خپل حقدار ته سپارل کيږي او فيصلې يې نه ځنډول کيږی.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو شرعي محکمه غلو ته د قتل سزا ورکوي بلکې تر دې مخکې يې هم د لويو لارو ځينې غله، قاتلين او نورو مجرمينو ته هم سزاګانې ورکړي دي.

خلک وايي، د شرعي محکمې په پلي کولو سره د جرم، غلاوو او قتلونو مخه نيول کيږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button