(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۵)
د نړۍ مشهور شرکت امازون داسې کمودونه یا فلشونه بازار ته وړاندې کړي چې د افغانستان د ملي بيرغ انځورونه پرې چاپ شوي دي.
امازون شرکت خپل توليدات د ويب پاڼې له لارې انلين پلوري چې د يادو کمودونو انځورونه يې هم په خپله ويب پاڼه خپار کړي دي.
ځينې سرچينې وايي، یاد کمودونه چې د افغانستان ملي بيرغ انځور پرې کښل شوی له چين څخه امريکا ته صادر شوي دي.
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د امازون شرکت د افغانستان بيرغ ته په سپکاوي تورن کړی او د هغوی یاده کړنه يې په کلکه غندلې ده.
د سفارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له یاد شرکت څخه غوښتنه شوې چې خپل دغه محصول له خپلې پاڼې ليرې کړي چې وايي هغوی نوموړی انځور ليرې کړی خو ويل کيږي چې لا هم د amazonپه پاڼه ليدل کيږي.
یوازې دا نه چې تور، سور، شين بيرغ د افغانستان ملي بيرغ بلل کيږي او افغانان ورته احترام لري بلکې په ياد بيرغ کليمه هم ليکل شوې چې دا اسلام ته سپکاوی بلل کيږي او د افغانانو په شمول بايد اسلامي هيوادونه، او مسلمانان يې وغندي او په دې اړه ترې سپيناوی وغواړي.
تر اوسه معلومه نه ده چې امازون د څه په هدف دا کار ترسره کړی دی، خو تر دې مخکې هم ځينو کمپنيو د مسلمانانو د زورولو، او اسلام ته د سپکاوي په هدف په توپونو، چپلکو او بوټانو په مخفي ځايونو کې د کليمې او د الله جل جلاله او محمد صلي لله عليه وسلم نومونه ليکلي دي.















