طالبان: هېڅکه مو ددښمن پشان  په تش لاس بندیانوظلم ندی کړی؛ یوناما ناسم قضاوت کوي

کابل ټکی کام ( یکشنبه، ۵ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

ورسته ترهغې چې یوناما په طالبانو تور پورې کړ چې ګویا دوی زندانیان بې حده شکنجه کوي، اودمرګ ترحده وهل ټکول ورکوي.

و سله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دیوناما دا راپور یوطرفه قضاوت بللی اودمقابل جهت یوشمېر مظالموته یې ګوته نیولې.

طالبانو ویلي، یوناما د طالبانو د زندانونو په اړه ناسم راپورونه خپاره کړي دي. ددوی په وینا یوناما پر هغه ظلمونو سترګې پټوي چې په کابل کې د حکومت او بهرنیو ځواکونو له لوري په زندانیانو ترسره کېږي.

طالبانو ویلي چې دوی په زندانونو کې له بندي کسانو سره سم چلند کوي او وخت په وخت ډله ډله زندانیان ازادوي.

خو یوناما بیا ویلي وو، چې وسله وال طالبان په خپلو زندانونو کې عام خلک، حکومتي کسان او سرتېري د مرګ تر حده شکنجه کوي او ځپي.

طالبانو نږدې دوه ونۍ وړاندې هغې پیښې ته اشاره کړې چې دپلچرخي په زندان کې رامنځته شوه اودڅلویښتو په شاوخوا کې زندانیان مړه اوټپیان شول، دوی وايي چې دا اداره باید په کاملې بې طرفۍ قضاوت وکړي، نه یو طرفه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button