کابل: پر یوه کور وسله وال ننوتي؛ د يوې کورنۍ پنځه غړي يې وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۶)

د کابل ښار د درېيمې ناحيې اړوند سيمه کې پر يوه کور وسله ننوتي او د يادې پنځه تنه غړي يې وژلي دي.

دغه کور چې د درېيمې ناحيې په جمال مينه کې د مدينې په نوم د یوه خصوصي ښوونځي تر څنګ موقعيت لري.

په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

امنیتي ځواکونه د پيښې ځای ته رسيدلي او په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

تر اوسه د پيښې انګيزه نه ده معلومه چې ولې رامنځته شوې ده.

په وروستيو کې په کابل کې ښار کې جنايي پيښې، غلاوې او وسله وال بريدونه زيات شوي چې ښاريان يې اندېښمن کړي وايي امنيتي ادارې د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button