اجرائيه مشر: وزيرانو ته د فسبوک له لارې له دندو د ګوښه کيدو خبر رسيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۶)

د ګډ حکومت اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د وزيرانو په ټاکنو او ليرې کولو نيوکې کړي او دا يې سياسي بللي دي.

عبدالله چې نن يې د وزيرانو شورا غونډې ته خبرې کولې وويل، وزيران د خپلو دندو له ګوښه کيدو خبر نه وي او د فسبوک لارې ورته د دندو څخه د ګوښه کيدو خبر رسيږي.

هغه وويل، په ناڅاپي ډول د ولسمشر له خوا د وزيرانو د ګوښه کول د دنيا په هيڅ کوم هيواد کې هم نشته چې وزير دې د خپلو ګوښه کيدو خبر پر فسبوک لولي او له دې لارې دې خبريږي.

عبدالله عبدالله وايي، وزيران لا له خپل کار سره نه وي اشنا شوي چې د ولسمشر له خوا د منفکۍ خبر ورکړل زياتوي چې دا چاره د هيواد په زيان او هيڅ هيواد به دغه ډول عمل ته دولتداري ونه وايي.

څو ورځې مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزير شهزاد اریوبي او د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست محمدګل حليمي له دندو ګوښه شول چې شهزاد ګل اریوبي په خپله رسمي فسبوک پاڼه ليکلي و چې له دندې د ګوښه کيدو خبر ورته د فسبوک له لارې رسيدلی دی.

دغه راز د لوړه زده کړو پخوانی وزير نجيب الله خواجه عمري هم غور ولايت ته پر يوه رسمي سفر تللی و چې له دندې ګوښه شو.

ارګ کې په وروستيو کې د وزيرانو په ټاکل کيدو له دې ور اخوا نور تورونه هم پورې شوي چې په امنيتي چارو کې د ولسمشر پخواني سلاکار حبيب الله احمدزي یوه خصوصي تلويزيون سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې ارګ کې اخلاقي فساد روان دی او ډيری نجونې په لوړو پوسټونو د جنسي اړيکو له لارې مقرريږي چې په وينا يې د همدې لامله يې هغه وخت ولسمشر ته خپله استعفا هم وړاندې کړې وه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button