بل بنګال جوړیدونکی دی: خواجه اصف

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۸)

کیدای شي بل بنګال جوړ شي او له پاکستانه د بنګال په څیر جدا شي.

دا خبره پخواني لوړپوړي پاکستاني چارواکي خواجه اصف کړې ده.

خواجه اصف د مسلم لیګ”ن” له یو مهمو مشرانو څخه ګڼل کیږي.

نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ په وړاندې د پاکستاني حکومت د وروستیو اقداماتو په اړه د ناوړه عواقبو خبر ورکړی دی.

اصف ویلي که د پاکستان حکومت له عقل او منطق نه کار وانخلي نو لرې نه ده چې یو بل بنګال به هم جوړ شي.

خواجه اصف دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په کاروان د پاکستان پوځ برید کړی، ۱۴ کسان یې وروژلي او تر ۴۰ تنو پورې نور ژوبل دي.

همدا رنګه یې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مهم مشر علي وزیر هم زنداني کړی دی.

د پاکستاني پوځ لخوا د ژغورنې غورځنګ په خلاف دا ډول اقدامات د پاکستان ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو غندلي او زیاته کړې یې ده چې مسئله باید د خبرو له لارې حل او فصل شي

مربوطه مطالب

Back to top button