طالبه!! پام چې د غرور مستي دې ونه وهي!!

خاکسار
طالبه!
د مسلمانانو تېر تاريخ خو دې لوستی! ډېر څه دې ترې زده کړي دي او دومره څه دې ورڅخه زده دي چې تر اوسه چا خطا نه ايستې بلکې خپلې قربانۍ او سرښندنې ته دوام ورکړی .
طالبه!
هغه تېر يعنې اتلس کاله مخکې وختونه خو به دې هم په ياد وي! کله چې د ملا او طالب په نامه خلک وېرېدل او رښتيا هم د دې نامه لرونکي خلک به يا کيوبا ته وړل کېدل او يا به هم بګرام او نورو زندانونو ته، او بلکل ورته ټوله نړۍ په ژوند کولو هم نه وه قائله،
خو دې خو دې هم پام دی، چې څنګه تر دې حالاتو راورسېدلو؟ دې ته به دې هم پام وي چې ولې تر دې حالته راورسېدلو؟
هوکې! طالبه!!
ته تر بل هر چا ښه پوهېږې! چې تر دې حالته څنګه راورسېدلو؟ تا ته بايد تر بل هر چا د هغو تنکيو فدايانو وينې په ياد وي چې خپل ګلرنګه ځوانۍ يې ځار يې د اسلام تر دينه او د يوه اسلامي نظام د قيام په هيله ځار کړې، تا ته خو به د کيوبا، بګرام، کندهار، پلچرخي او نورو زندانونه حال هم ياد وي کوم چې تا په ملګرو تېر شوی دی او يا هم تېرېږي.
هوکې بايد درته په ياد وي. رشتيا هم ته د هماغو زنداني ملګرو ايثار، تنزل نه منونکي دريځ، متانت، ټينګ عزم، کلکې ارادې او مضبوط ايمان تر دې حالته راورسولې چې اوس درته ټوله نړۍ په قدر او احترام قائله ده.
طالبه!!
د خپل باني او لومړني مؤسس هغه مبارکه څېره خو دې هم په ياد ده! چې په څومره سختۍ يې د همدغه امارت تأسيس ايښی، بيا يې له ټولې ننړۍ سره ډغره ووهله او دا دی کومې خبرې يې چې اتلس کاله وړاندې کړي وې اوس رابرسېره او تصديق شوې، او ټوله نړۍ اوس په دې باور شوه چې نوموړی امير په رښتينې توګه د محمد مصطفی ص د مبارک حديث د دې برخې چې (المؤمن غرٌ کريم دی) د يو ويشتمې پېړۍ سمبول وو، ځکه خو يې اوس په ولايت هم مني.
نو هوش!! طالبه! چې د باني امير المؤمنين هدايات له پامه ونه وغورځوې!
ځکه چې د هماغه د هڅو او بې درېغه قربانيو په اساس تر دې مقامه ورسېدلې.
ګوره! چې د هغه شهيد امير رح مسير دې هېر نشي چې په ژوند يې تر ټولو مخکې دا خبره کوله چې (که مې په اور کې ځان لولپه نه کړ نو امير المؤمنين به نه يم) نو د خپل صداقت او رښتينولۍ له امله الله ج ورته څومره لوړ مقام ورکړ!
دا ته چې اوس په کوم مقام واقع يې دا ټولې د هغو مجاهدينو هڅې دي کوم چې به اوس هم په سنګر کې د يوې مړۍ ډوډۍ ارمان کوي وږی او تږی به په دښمن پسې ځمکې او شاړې ګز وپل کوي.
نو پام طالبه!! چې په سر کې دې غرور رانشي.
طالبه!
ته چې اوس د نړيوالو د سترګو تور شوې او نړيوال درته په خورا درناوي قائل دي دا د هغه ولس د پراخې او خوږې غېږې برکت دی چې تا ته يې لا تر اوسه هم پکې ځای درکړی دی او لا هم تا سره اوږه په اوږه هر ډول ستونزې او مشکلات ګالي او تا د خپل زوی او بچي په څېر بولي. په داسې حال کې چې ټولې نړۍ پرې خواري وکړله تر څو يې له تاسره خلاف کړي مګر جهادي ولس هېڅکله هم په تصور کې دا ډول پوچ خيالات رانه وړل
نو پام طالبه!
چې دغه حالات دې هېر نشي.
او په پای کې درته وايم! چې کبر، غرور او لويۍ خلک او ډېر تنظيمونه له پښو غورځولي دي او د تاريخ يوه برخه يې ګرځولي دي چې اوس يې موږ او تاسو يوازې نوم لولو.
نو په داسې حال چې د ټولې نړۍ په ماتېدلو کې يوازې او يوازې الله ج له تا سره مرسته کړي ده نو خپل الله ج ته سر په سجده کېږده او دا ټول برکات د الله ج له لوري وبوله! او الله ج ته شکر ګذار شه! چې په دا ډول انعاماتو يې ونازولې. هېڅکله هم د غرور خبرې او د غرور خويونه مه کوه!



