کابل ټکی کام (چهار شنبه، مرغومی ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل):
د کندز ولایت خان ابادولسوالۍ کې د پولیسو خپل منځي شخړه کې یو پولیس وژل شوي او یو شمېر نور له دواړو لوvیو ټپیان شوي دي .
د خبر له مخې تیره ورځ مازدیګر شاوخوا ۵ بجې کندزولایت خان ابادولسوالۍ اړوند د شارشور او بندر ته څیرمه سیمه کې ۱ تن اربکي ( نورالله ) چي د قومندان خان له مربوط کسانو څخه و چې په پولیسو یې د خپل ټوپک شپیلۍ راواړوله اوډزې یې ورباندي وکړې، پایله کې يې یو پولیس د اربکي په ډزو وژل شوی او یو شمېر نور يې ژوبل شوي.
د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د دولت عسکرو او لوړ پوړو قومندانانو ترمنځ ډیری وخت دغې ته ورته پېښې رامنځ ته کيږي چې همدا رنګه درنه مرګ ژوبله هم یو بل لور ته اړول کيږي .
دغه راز تېره ورځ د کندهار ولایت معروف ولسوالۍ کې هم د يوې امنیتې پوستې عسکرو خپل ملګري وژلي او د هغوي وسلې يې طالبانو ته ور رسولي وې.
سليم بریال


















