غزني: قره باغ کې قومندان اسماعيل له درې ساتونکو سره وژل شوی

کابل ټکی کام  (چهار شنبه، مرغومی ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل):

د غزني ولایت کره باغ ولسوالۍ چارواکو ويلي، چې د سیمیزو پولیسو مشهور قومندان اسماعيل له خپلو درې تنو ساتونکو سره ووژل شو .

 د چارواګو په وینا نومړی قومندان د طالبانو خښ شوي مائن په چاودنه کې وژل شوی .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه را استول شوي راپور کې ویلي دي، چې نن ماسپښین شاوخوا ۱ بجه د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍ اړوند د میرک په سیمه کې د اربکی پولیسو ظالم قومندان «اسماعیل» په رینجر موټر د دوي له لوري د ځای په ځای شوي ماین چاودنه ترسره شوه.

د ورکړ شوي خبرپه اساس په یاده چاودنه کې  رینجر ویجاړ،  نوموړی قومندان  له ۳ تنو نورو ساتکو سره ووژل شو.

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button