کابل ټکی (پنجشنبه ۲۴ مرغومي ۱۳۹۴ ل) کام عبدالله هاشمي
د رویټرز خبري اژانس خبر له مخې د اندونیزیا په پایتخ جاکارتا کې نن په د جنورۍ په ۱۴ د پنجشنبې په ورځ وسله والو ډزې او بمي چاودنې ترسره کړې چې په نتیجه کې یې ۷ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
پولیس وايي برید د داعش وسله والې ډلې په دې موخه ترسره کړی دی چې ملک کې جګړه پیل شي چې دوی له همدې څخه فایده اخلي.
رسنۍ وايي چې شپږ بمونه خلاص شوي دي او د رویټرز خبري اژانس ویلي دي چې شپږ کسان یې په وینو کې لت پت ولیدل چې درې یې مړه او درې نور ټپیان وو، او ډزې هم شروع دي. اولنۍ بمي چاودنه د سټاربرک په رستورانت کې ترسره شوه چې ډېر وروسته پولیس رستورانت ته ورداخل شول.
د اندونیزیا مېټرو تلویزیون ته پولیسو ویلي دي چې یوه حمله د سرتېري برید په واسطه سره ترسره شوې او ۱۴ وسله والو په جګړه کې برخه اخیستې ده.
د رویټرز عکاس ویلي دي چې د سټاربرګ هوټل د کړکیو شیشي په سړک پرتې دي، درې کسان وژل شوي، چې لا هم هلته پراته دي او داسې ښکاري چې د رسټورانټ په بام وسله وال شته دي او هغوی ډزې کوي پولیس متقابلې ډزې شروع کړي دي ترڅو وسله وال ووژني.
په ټولنیزو رسنیو کې دا خبر هم ورکړل شوی دی چې د اندونیزیا په پالمېرا علاقه کې هم چاودنه شوې ده خو پولیسو نده تائید کړې ده.
په اندونیزیا د نړی تر ټولو زیات مسلمانان اوسیږي او په قاطع اکثریت مسلمانان دي او د حنفي فقهې پیروان دي.
په اندونیزیا کې اخیرینی ستره حمله په ۲۰۰۹ م کې د رېټز کارلټن په هوټل ترسره شوه.
















