(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۰)
نن سهار د کابل ښار د نهمې حوزې مربوط په وزير کلا سيمه د بهرنيو ځواکونو په کاروان موټربم حمله وشوه چې بهرنيانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنيو چارو د وزارت وياند نصرت رحیمي وايي، “د چاوديدونکو توکو ډک موټر د بهرنيو ځواکونو په موټريز کاروان چاودنه کړې”.
نوموړي په یاده چاودنه بهرنيانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات ورنه کړل.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت بي بي سي او ځينو نورو رسنيو ته د څلورو امریکايي عسکرو ټپي کېدل تاييد کړي دي.
خو سيمې ته نږدې باخبرې سرچينې وايي، چې په چاودنه کې د بهرنيانو دوه موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ګڼو امريکايي عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو د بريد مسؤوليت منلی وياند يې ذبیح الله مجاهد د چاودنې هدف د لوړربته بهرنيو افسرانو موټريز کاروان و چې په وينا يې دوی ته لومړني رسيدلي معلومات ښيي چې دوه موټر پکې مکمل ویجاړ شوي دي.
مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، په چاودنه کې لس بهرني لوړرتبه افسران او عسکر وژل شوي دي.


















