(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۲)
د ننګرهار ولايت جلال اباد ښار څلورمې ناحيې مربوط د بايسکل پلورنې په يوه مارکيټ اورلګيدنې سوداګرو ميليونونه افغانۍ مالي زيانونه اړولي دي.
دغه اورلګيدنه نن سهار د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې وه.
په یاد مارکيټ کې سوداګر وايي، اور په درېيم پوړ کې رامنځته شوی و او د اوروژنې عمله پر وخت راورسيده چې خوشبختانه د اور مخه يې ونيوله.
ويل کيږي، په دغه اورلګيدنه کې سوداګرو ته درې نيم میليونه افغانۍ مالي زيانونه اوښتي او ميليونونه افغانيو د مالي زيان مخه نيول شوې ده.
چارواکي وايي، په دغه اورلګيدنه کې ځاني زيان نه دی رامنځته شوی.
د افغانستان په لویو ښارونو او په ځانګړي ډول په کابل ښار کې چې کله هم په لویو مارکيټونو کې اورلګيدنه رامنځته شي نو د اوروژنې عملې پر وخت د نه رسيدګۍ له امله خلکو ته ډيری مالي زيانونه اوړي.


















