کابل ټکی کام ( یکشنبه ، ۱۲ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
دافغان قضيې دحل لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خپل اووم پړاو سفر له اسلام آباد څخه پیل کړی.
که څه هم ددې سفر په اړه تراوسه له رسنیو سره کوم جزیات نشته، خویوې پاکستانۍ رسنۍ اسلام آباد ته دنوموړي سفر تائید کړی، او زیاته کړې یې ده چې خلیلزاد دپاکستان دبهرنیو له چارو وزیر سره دافغان سولې په اړه خبرې هم کړي.
خلیلزاد له دې وړاندې دخپل اووم پړاو سفر اصلي موخه د روانو خبرو ګړندي کول او ددې لپاره دسمییز اونړیوال ملاتړ جلب بللی وو.
خلیلزاد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دی به لومړی دسولې لپاره سمییز اونړیوال ملاتړ راجلب، اودسولې دلومړیو ددوو برخو لکه 《دخارجیانو وتل او له افغانستان څخه دنه تهدید تضمین》دبشبړولو هڅه وکړي.
ده هیله ښودلې چې ددې پروسې دکامیابۍ لپاره دنورو غاړو ملاتړ اونرمښت یو اصل دی چې باید راجلب شي.
دی به په خپل اووم سفر کې چې دجون میاشتې تر ۱۶ مې نېټې څخه پیلېږي له افغانستان، بلجیم، جرمني، قطر، پاکستان، اومتحده عرب اماراتو څخه لیده کاته وکړي، اوددې پروسې دملاتړ په پار به ددوی ملاتړ راجلب کړي.


















