کابل ټکی کام ( یکشنبه ، ۱۲ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
دایران اوامریکا کړکېچ لاهم مخ پر زیاتېدو دی، تراوسه هېڅ کوم درییم ګړي هېواد منځګړيتوب ندی کړی.
خو په اول ځل دایران ولسمشر دامریکايي جهت دنرمښت په صورت کې دخبرو تیاری ښودلی.
د ايران ولسمشر حسن روحاني په خپلو تازه څرګندونو كې له امريكا سره خبرو ته اشاره كړې ده.
روحاني زیاته کړې، كه واشنګټن درناوى وښيي، تهران هم ښايي د خبرو غوښتونكى شي.
د روحاني په وينا، ايران به د فشار له كبله مذاكرات ونه كړي.
د امريكا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره اونۍ وويل، په ايران كې د رژيم د بدلون غوښتونكى نه دى.
روحاني د دغو څرګندونو په غبرګون كې پرون ويلي، د هېواد دښمن يې، چې تېر كال يې غوښتل اسلامي جمهوري رژيم له منځه يوسي، اوس وايي، چې ورسره كار نه لري.
د روحاني په وروستیو څرګندونو واشنګټن کوم منفي یامثبت غبرګون ندی ښودلی، خو تمه ده چې امریکا به دخپل کړکېچ دحلېدا لپاره تهران سره خبرو ته حاضره شي.


















