کابل ټکی کام( یکشنبه، ۱۲غبرګولي، ۱۳۹۸)
د اوکراین ولسمشر خپلو تر لاس لاندې مامورینو ته عجیبه یوه سپارښتنه کړې چې د تولو خلکو پام یې ځان ته وراړولی.
د اوکراین ولسمشر اولوډمایر زیلېنسکي خپلو مامورینو ته ویلي چې په خپلو دفترونو کې دې د ده عکس نه لګوي بلکې د خپلو بچیانو تصویرونه دې راځوړند کړي.
زیلېنسکي دا سپارښتنه ځکه کړې چې په وینا یې کله چې کوم مامور د هیواد په ضد کوم ګام اوچتوي نو پخپل بچي به یې سترګې لګیږي او د هیواد ضد کار نه به مخ اړوي.
ده ویلي: “زما د انځور پر ځای په دفترونو کې د خپلو ماشومانو انځورونه ولګوئ، هر وخت مو چې کومه احمقانه پرېکړه کوله، د خپلو ماشومانو انځورونو ته وګورئ او د هغوی د راتلونکي په اړه فکر وکړئ.”
د اوکرایني ولسمشر دغه سپارښتنه په خپل هیواد کې د ډیرو خلکو توجه ځان ته وراړوي او له نوموړي یې مننه کړې چې یو داسې نیک اقدام یې ترسره کړی دی.
د یادونې وړ ده چې په ټولنیزو رسنیو کې هم د نوموړي دغو خبرو ته مثبت غبرګونونه ښودل شوي دي.

















