کابل ټکی کام ( یکشنبه ، ۱۲ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
دملکي وژنې پردوام یوځل بیا دولتي ځواکونو په خپلو عملیاتو کې ګڼ شمېر ولسي وګړي وژلي، اوټپیان کړي.
راپورونه وايي چې تېره شپه دهلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ په چور چارارهي سیمه کې عملیات ترسره شوي چې درنده مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې.
خبر زیاتوي چې په دې عملیاتو کې ۱۰ تنه وژل شوي، اوپنخه تنه ټپیان شوي هم دي چې په وژل شویو اوټپیان شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
سمییز مسئولین په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي، خو له مارجې ولسوالۍ څخه یو حکومتي چارواکي دنوم نه ښودو په شرط داپیښه تائید کړې اوډېری قربانیان یې ولسي وګړي بللي.
په دې وروستیو کې ددولت اوامریکا لخوا ترسره کېدونکي شپنيو عملیاتو دولسي وګړو مرګ ژوبله زیاته کړې چې په وار وار له حکومت څخه ددې عملیاتو دبندېدا غوښتنه هم وشوه، خودولت دا یوه لاسته راوړنه بولي او دولس غوښتنو ته منفي نظر کوي.


















