کرکټ نړیوال جام: د بنګلدیش او سوت افریقا ترمنځ لوبه روان
کابل ټکی کام)یکشنبه، ۱۲غبرګولي، ۱۳۹۸(
د ۲۰۱۹م کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نن د بنګلدیش او سوت افریقا ترمنځ لوبه روانه ده.
د ننۍ لوبې پچه سوت افریقا وګټله او بنګلدیش ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
بنګلدیش د پنځوسو اورونو په لوبولو او شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۳۰منډې جوړ کړې او سوت افریقا ته یې ۳۳۱منډې هدف وټاکه.
دا مهال سوت افریقا توپ وهنه کوي او ۳۸ اوره یې لوبولي دي.
څلور لوبغاړي یې سوځیدلي او ۲۰۸ منډې یې جوړې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې په روان نړیوال جام کې د بنګلدیش دا لومړۍ لوبه او د سوت افریقا دوهمه لوبه ده.
افغانستان هم په دې جام کې تر اوسه یوه لوبه له اسټرلیا سره کړې او بایللې یې ده.
د افغانستان دوهمه لوبه سبا نه بل سبا(په ۴م تاریخ) ده.















