کندهار: دشاولي کرزي کورته څېرمه موټربم شوی، دفاع وزیر او تادین خان همدالته میلمانه وو

کابل ټکی کام ( یکشنبه ، ۱۲ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

دیوشمېر رسنیو د راپور په اساس، چې نن له ماښام وروسته د حامد کرزي د ورور شاه ولي کرزي پر کور موتربم حمله او بیا وسله وال برید شوی.

د ځایي خبریالانو او یوشمېر اوسېدونکو په وینا لومړی موټر بم چاودنه شوې او ورپسې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي.

داسې هم ویل شوي چې نن ماښام د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان هم د حامدکرزي د ورور شاه ولي کرزي مېلمانه وو.

ځینو نورو سرچینو بیا دا خبر رد کړی او ویلي یې دي، چې د چاودنې پر وخت اسدالله خالد د کندهار له والي سره لیدنه لرله او له شاه ولي کرزي سره یې دمیلمستیا خبر کوم حقیقت نلري.

بلې خواته بیا دکندهار امنیه قومندان جنرال تادین خان دا پیښه موټربم نه بلکه د وسلو به ډیپو کې اورلګېدنه ښودلې، چې دده په وینا یو شمېر چاودنې پکې رامنځته شوي.

خو اکثرې خپلواکې اودولتي رسنۍ دموټربم له برید خبر ورکوي.

د دغې نښتې د زیانونو په اړه لاهم تراوسه جزیات ندي په ډاګه شوي، اونه هم دبرید مسولیت تراوسه چا پر غاړه اخیستی.

مربوطه مطالب

Back to top button