کابل ټکی کام ۱۹وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د کابل له سروبي ولسوالۍ څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې تېره ورځ ۱۱ بجې په تورناو سیمه کې طالب وسله والو د ملي امنیت اکمالاتي کاروان تر برید لاندې راوست.
ویل کیږي چې په دې جګړه کې د ملي امنیت اووو تنو سرتیرو ته سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.
او د ملي امنیت ۲رینجرې، ۲ اکمالاتي کانټینر او ۱ لنډکروزر موټر له منځه تللي دي.

















