کرکټ نړیوال جام: د انګلینډ او پاکستان لوبه شروع ده


کرکټ نړیوال جام: د انګلینډ او پاکستان لوبه شروع د

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۳غبرګولي، ۱۳۹۸)

د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نن د انګلینډ او پاکستان لوبه شروع ده.

دا مهال د انګلینډ لوبډله توپ اچونه کوي او د پاکستان لخوا نه امام الحق او بابر اعظم توپ وهنې ته ولاړ دي.

د پاکستان دوه لوبغاړی فخر زمان په ۳۶ منډو سوځیدلی او امام الحق په ۴۴ منډو خپله ویکټه له لاسه ورکړې ده.

تر اوسه شل اوره لوبیدلي او ۱۱۱ منډې جوړې شوي دي.

په دې جام کې د انګلینډ او پاکستان دواړو دوهمه لوبه ده چې تر دې وړاندې پاکستان ویسټ انډیز ته بایللې وه او انګلینډ له سوت افریقا نه ګټلې وه.

د یادونې وړ ده چې سبا ته د افغانستان او سریلنکا لوبه هم کیدونکې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button