ښایي چهارشنبه د اختر لومړۍ ورځ شي

ښایي چهارشنبه د اختر لومړۍ ورځ شي

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۱۳غبرګولي، ۱۳۹۸)

د هیواد مشهور ستوري پیژندونکي عبدالله کندهاري ویلي چې کیدای شي چهار شنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ شي.

نوموړي له خلکو غوښتي چې بیا دې هم د سترې محکمې وروستۍ پرېکړې ته انتظار شي ترڅو مالومه شي، هغوی څه اعلان کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي یو فلکي مرکز هم ډیر امکان د دې ښولی چې اختر شاید د چهار شنبې په ورځ شي.

دې دولتي مرکز ویلي چې نن ماښام ښایي د اختر د میاشتې لیدل ګران شي او په وینا یې چې ممکن چهارشنبه به د کوچنې اختر لومړۍ ورځ اعلان کړي.

دا چې اختر به سبا شي او که بل سبا، دقیق حال به یې ماښام خوا ته معلوم شي.

مربوطه مطالب

Back to top button