(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۷)
د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې له يوه کلن ځنډ وروسته يې بيرته د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ له طالبانو نيولې ده.
د دفاع وزارت له لوري رسنیو ته په ليږلې خبرپاڼه کې راغلي چې (افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني خواجه عمري ولسوالۍ له يوه کلن ځنډ وروسته بيرته تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده).
دفاع وزارت نور جزيات نه دي ورکړي خو د بيړني خبر په توګه يې یاد خبر په خپله رسمي ويب پاڼه خپور کړی دی.
طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د یادې ادعا په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي او نه هم له سيمې د جګړې خبر ورکړل شوی دی.
طالبانو یو کال وړاندې په ياده ولسوالۍ بريد وکړ چې د دغه ولسوالۍ لپاره د حکومت ولسوال دوست شمس په شمول پکې لسګونه عسکر او اربکيان ووژل شول او ټپيان شول.
د غزني خوګياڼو، شلګر او د څو نورو ولسواليو په شمول د دغه ولايت زياته سيمه لا هم د طالبانو تر حاکميت لاندې ده.


















