څارنوال حشمت عبیدی
دوستم د افغانستان په تیر څلویښت کلن تاریخ کې هغه کرغیړنه څېره ده چې له هیڅ افغان څخه پټه نده پاتې، چې نه یې د بې ګناه افغانانو پر وژنو نه یې د افغانانو د مالونو په چور کولو او نه یې د چا پر ناموسونو صرفه کړې.
د ازبک ملیشو مشر دوستم د سفاک غویي نجیب لخوا د ازبک ملیشو جوړولو د نوښت پر مهال د افغانستان د روانې قضیې په لمن کې وزیږید، کله چې نجیب ولیدل چې دوستم هغه ویني څښونکی وحشي صفته انسان دی چې کولای شي یواځې د همده پر مټ د افغانانو په زړونو کې ویره او ترهه خپره کړي او خپله پادشاهي وکړي، دوستم ته یې د نورو امنیتي ځواکونو په پرتله خورا بې شمیره صلاحیتونه او مالي او نظامي امتیازات ورکړل، له قضایی معافیته نیولې آن تر هر ډول وحشیانه کړنو پورې په مکمل دول داسې معاف و لکه نن چې امریکایی وحشي فوځیان معاف دي.
کله چې نجیب دا هم ولیدل چې دوستم دومره وږی او تږی دی چې د پیسو په مقابل کې له هیڅ ډول وحشت او بربریت نه سر نه غړوي او جنګي پرمختګونه یې تر نورو امنیتي ځواکونو څو چنده زیاتوالی وموند، نو په اړه یې دوهم قدم پورته کړ او هغه دا چې د روسانو په اشاره او مالي لګښت او پراخه پانګونه یې د افغانستان لویشت لویشت خاورې نیول په قرارداد ورکول پیل کړل، د هرې سیمې پر کیلو متر خاوره به یې د معینو روبلو په مقابل کې دوستمی ګلم جم ازبک ملیشو ته د پوره وحشت اوبربریت کارولو لپاره په ټینګه سپارله چې په دې سره د دوستم ښکرونه او داړې نورې هم تیزې او غښتلی کیدې، ځکه د ده ملیشو ته بې حسابه مالي امتیازات رسیدل او له همدې امله ازبک بې شمیره بې روزګاره ځوانانو هم تشوقیدل او په همدې ملیشو کې یې داخلیدا ته مخه کوله، او ځینو یې چې روزګار هم درلود د ګلم جم ملیشو ګټه ورته غوښنه ښکاره کیده او د دې بدنامو ملیشو په لیکو کې یې ځانونه شاملول.
ازبک ملیشو هغه مهال د ګلم ملیشو نوم خپل کړ چې دوستم له ډاکټر نجیب سره د یوې سیمې د نیولو قرارداد لاسلیک کړ نو روسانو او نجیب ته به یې په خپله ماته ګوډه دري ژبه کې وویل چې (خاطر تان جمع باشد، ګلم شان جمع میکنم) یعنې په فلانۍ سیمه کې د مجاهدینو ټغر ورټولوم تاسې بې فکره اوسئ، او همدا راز کله به چې دوستم خپلو یرغل کوونکو وحشي صفته ملیشو ته د جګړې د بیل کولو پر مهال خپله وینا او لارښوونه کوله هغوی ته به یې هم په خپله وینا کې همدا جمله استعمالوله چې (در منطقه فلاني ګلم مجاهدین را جمع میکنیم، شما باید اماده ګی کامل داشته باشید) تر دې چې دا جمله یې تکیه کلام وګرځید او بالآخره د افغانانو تر مینځ یې د همدې جملې له کبله د (ګلم جم) چې به اصلا کې (ګلم جمع) دی ملیشې یې به همدې نوم شهرت وموند. چې په لومړیو کې دوستم ملیشې او ازبک ملیشې ورته ویل کیدې.
خو هغه د رسول الله ص د حدیث مطابق چې فرمایلی یې دی: که چا له ظالم سره مرسته وکړه خدای به یې یوه ورځ پر همده بیرته اخته کړي. نجیب هم چې ولیدل چې هر ډول مظالم یې پر افغانانو بې تاثیره شول نو د دوستم په څیر تر خپل ځان پورته ظالم مرسته یې وکړه او د روسی روبلو په واسطه یې په جنګ ځپلو افغانانو مسلط کړ، کله چې نجیب د افغانستان نه هند ته د تیښتې هڅه وکړه خدای تعالی همدا ظالم او سفاک دوستم د نجیب مخې ته ودراوه او په هوایي ډګر کې یې د هغه د تیښتې مخه ونیوه، نجیب هم مجبور شو څو د ملګرو ملتو دفتر ته وتښټي او هلته ځان خوندي کړي، چې د دوستم همدا کړنه د نجیب د غرغره کیدا ستر لامل هم شو.
کله چې د نجیب حکومت د مجاهدینو په لاس نسکور شو او روسانو نور له دې حکومته او هم د دوستم له ملیشو لاس واخیست او خپلې مرستې یې پرې بندې کړې، د دوستم ګلم جم ملیشې هم د روبلو د نشتوالي له کبله نور تارومار شوې، خورا کمزورې او یو ځل بیا د بني اسرائیلو په څیر پر لوږه او تنده او د خدای په قهر او غضب اخته شوې، تر دې چې د طالبانو حکومت راغی، د طالبانو د حکومت پر مهال دوستم او سرکرده قومندانان یې له هیواده وتښتیدل، او ځینې یې د خپلو اعمالو په سزا ورسول شول، خو کله چې امریکایانو پر افغانستان یرغل کاوه نو یو ځل بیا یې همدی اجرتی قاتل نه د پلي جنګي ابزار به حیث استفاده وکړه، دوستم ته یې د بې شمیره ډالرو په ورکولو سره دې ته وادار کړ چې یو ځل بیا خپلې کرغیړنې ملیشې را ژوندې کړي، او د روسي روبلو پر ځای دا ځل امریکایی ډالرو په مقابل کې افغانانو د جنګ په اور کباب کړي. دا چې دوستم تر دې مخکې د روسانو ډول ته نڅیدو له دې وروسته د امریکا ډول ته په نڅیدا شو، همغه و چې د طالبانو د حکومت په سقوط کې یې د پلیو او ځمکنیو داړونکو په حیث د امریکا د غلامۍ دنده ترسره کړه. او امریکا له هوا نه د طالبانو پر مورچو بمونه غورځول او دوستمی ملیشو ته یې خوراکي او غیر خوراکي توکي.
اوس سره له دې چې اشرف غني نوموړی د انتخاباتو پر مهال د ځان په ګټه همغسې استعمال کړ لکه نجیب چې د خپل قدرت د ساتلو لپاره استعمال کړی و ټول ازبک یې دې ته وهڅول څو اشرف غني ته رایې ورکړي او اشرف غني هم دوستم د همدې رایو په مقابل کې د ځان لومړی مرستیال وټاکه، خو دا چې دوستم یو وحشی او داړونکی او وینې زبیښونکی ژوی دی نو د لومړي مرستیالۍ بې صلاحیته کرسۍ خوند نه ورکاوه او همدا یې غوښتل چې باید د خلکو ووینې څښلو، مال چور کولو او د خلکو د ناموسونو د تروړلو شیطانی دندې ته چې خپله پخوانۍ خاصه یې وه ادامه ورکړي، ځکه چې دا بوږنوونکي اعمال د دوستم یوه نیشه او تماشه ګرځیدلې وه او نه یې شوای کولای له دې پرته د آرام ژوند وکړي، لوستونکو ته به یاد وي چې د نږدې 5000 طالبان یې په لیلي دښته کې ژوندې تر خاورو لاندې کړل، او د اشرف غني د حکومت پر مهال یې هم څو څو ځله په شمال کې پر پښتنو میشتو سیمو پراخه یرغلونه وکړل ډیر خلک یې د طالب په نامه ووژل وځورول او بندیان کړل او مالونه یې د ملیشو په واسطه چور او چپاول کړل او د خلکو ناموسونو ته لاسونه واچول.
همدا اوس هم په وار وار له امریکایانو او اشرف غني په ټینګه غوښتنه کوي څو صلاحیت او واک ورکړي او پانګونه پرې وکړي چې په شمال کې پاتې پښتانه هم له تیغه تیر کړي. ځکه چې لا یې د شمال پر پښتنو سینه نده یخه شوې، دا داړونکی وحشي له یوې خوا غواړي پراخه مالي او نظامی امکانات لاس ته راوړي او له بلې خوا له پښتنو او تاجکو نه د طالب او داعش او القاعد په نوم کسات واخلي.
شنونکي په دې نظر دی چې اشرف غني هم حالاتو ته په کتو سره له دوستم سره معامله کوي که فرضا د طالبانو ولکه ورباندي ورځ تر بلې راتنګه شي د دې امکان زیات دی چې لکه څرنګه یې چې د خپل قدرت د ساتنې په موخه د امریکا په ډالرو اربکي ملیشې جوړې او د طالبانو پر خلاف وجنګولي او مالي او نظامی مرستې یې ورته له امریکایی یرغلګرو نه راغونډې کړې کیدا شی ازبکې ملیشې هم یو ځل بیا راژوندۍ کړې، ځکه ازبکي ملیشې تر اربکي ملیشو څو چنده وحشیانه عمل کړی او کوي یې، خو دا چې تر اوسه اشرف غني ازبکي ملیشو راژوندئ کولو ته تر اوسه زړه ندی ښه کړی دادی چې له اشرف غني سره یوه ویره موجوده ده او هغه دا چې د پخواني نجیب احمدزی په څیر اشرف غني احمدزی هم د توپ خولې ته یعنی له شرمه ډکې غرغرې ته برابر نکړی.


















