کابل ټکی کام ( جمعه ، ۱۷ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
دا کال که څه هم طالبانو اوربند ونکړ، خوڅېړونکي بیا دطالبانو لخوا دیو نااعلان شوي اوربند خبر ورکوي.
د جګړې ښکېلو غاړو که څه هم د تېر کوچني اختر په څېر داکال اوربند و نه مانه، خو طالبانو ادعا کړې چې د اختر په ورځو کې دوی پر افغان ځواکونو یو برید هم نه دی کړی.
همدا راز د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زیاته کړې چې په ټولو ولایتونو کې د دوی ملګري په دفاعي حالت کې وو.
د مجاهد پر ټویټر پاڼه په تېرو دریو ورځو کې یوازې په بګرام هوایي اډې د برید خبر خپور شوی دی، خو نور ټول خبرونه پر طالبانو د افغان او بهرنیو ځواکونو د بریدونو په تړاو دي.
که څه هم د طالبانو لخوا د بریدونو راپورونه په اختر کې نه دي ترلاسه شوي، خو افغان او بهرنیو ځواکونو بیا پر دغې ډلې څو ځایه عملیات کړي دي چې دافغانانو له توندو تیوکو سره مخ شوي.
د دفاع وزارت ویاند محمد زبیر عارف وایي، د اختر په ورځو کې دوی په لومړۍ درجه احضاراتو کې وو او طالبانو ته یې د بریدونو فرصت ور نه کړ، خودا ادعا بیا یوشمېر افغانانو خندونکې بللې.


















