چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

اسلام مو رښتیا هم زر کاله شاته بیايي

محمود نشرونکی: محمود
جون 7, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
11
ځلې شریک شوی
143
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ډاکټر یوسف اکبری

کله چې د افغاني کمونستانو لخوا پر داود خان خونړۍ کودتاه وشوه او په روسی روبلو خر مستو خلقیانو او پرچمیانو زمونږ د مسلمان ملت پر وړاندې د ډول ډول او نا اشنا شعارونو په  پورته کولو سره خپلې اصلی کرغېړنې څېرې د مسلمان ملت پر وړاندې بربڼدې کړې نو پر نورو شعارونو برسیره یې د اسلام نه د کرکې او نفرت د څرګندولو په موخه یې دا شعار هم ورکاوه چې : (مرګ پر توره ارتجاع!) عام خلک د دې شعار په نامه پوهیده خو با سواده طبقه د دوی د دې کرغېړن شعار پر اصلي هدف ښه پوهیدل.

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د ارتجاع معنا یعنې بیرته شاته ګرځیدل، چې موخه یې د ۱۴۰۰ کلن اسلام احکامو او هدایاتو ته کنایتا اشاره وه، څو عام مسلمانان پرې پوه نشی او له پوهو خلکو سره خو د میږیانو په څیر په ښکرو کې پوهیدل، او پر وړاندې یې وسلې ته هم لاس کړی و.

او د (تور) لفظ یې ورته ځکه استعمالاوه چې موخه یې دا وه چې د اسلام احکام او هدایات او قوانین د بشریت لپاره یوه توره پدیده ده چې خلک په تیاره کې ساتي او څاروي صفته آزادۍ نه یې منعه کوي، او د روسانو وحشی صفته قوانین او هدایات ورته رڼا ځکه ښکاریده چې د هغوی په قوانینو کې ځکه او ښځه د ټولو تر مینځ شریک مال ګڼل کیده او په شریکه ورڅخه استفاده یې بشري طبیعي غوښتنه ګڼله، نو ځکه یې ځانونو ته روښانفکران ویل، او اسلام ته یې توره ارتجاع ځکه ویله چې دا ډول آزادي پکې نه ښځه یواخې د یوه سړي لپاره وه او ځمکه یواځې د خپل مالک لپاره ګڼل کیږي، یعنی تورې تیارو ته بیرته ګرځیدل، یعنی د دوی په درواغجنه اصطلاح عصریت ضد قوانین او ژوند او فرهنګ او مذهب او دین ته مراجعه کول. او دین یې د ولسونو افیون ګڼلو.

اوس غربي کفار هم عین شعار استعمالوی خو په لږ توپیر سره، خو دا چې (الکفر ملة واحدة) د اسلام پر وړاندې د کفارو مبارزه یو ډول ده چې هغه د اسلام محوه کول او پر ځای د انسان په لاس جوړ شوي قوانین عملي کول دي شرقی کفارو د اسلام پر وړاندې رکیک الفاظ استعمالول او د ژبې او قلم عفت یې هم نه مراعاتاوه، خو غربي کفار بیا لږ په نرمۍ او مکر او فریب او چل ول سره او پستو او خوږو الفاظو سره اسلام ټکوي، هغوی به د اسلام نه دفاع کوونکو ته اشرار ویل خو غربي کافرانو ورته بنسټ پال، خو یې چې ورسره وسله واله مبارزه پیل کړې نو ترهګر یې بولي.

هغوی به اسلام ته توره ارتجاع ویله او دیني عالمانو ته به یې مرتجعین ویل، خو غربي کافران اسلامې ټولنې ته بیا د سنتي ټولنې نوم ورکوي او دیني عالمانو ته وروسته پاتې او د عصري علومو ضد قشر وایي.

خو د شرق او د غرب بنسټیز شعار بیا سره په حقیقت کې یو دی او هغه دا چې خلکو زر کاله پخوانی حالت ته بیرته ورګرځیدو ته وایي، او مسلمانانو ته داسې انګیري چې ګوندې د اسلام نه دفاع کوونکي غواړي خلک بیرته پخوانۍ زمانې ته بوځي، یعنې همغسې بېچاره ژوند ولري چې پخوا یې درلود، خو اصلي موخه یې بله ده او هغه دا چې، مسلمانان باید خپل پخوانی شان او شوکت بیرته ترلاسه نکړای شي، د دوی ادعا ځکه غلطه ده چې زر کال مخکې که مسلمان و او که کافر ټول بیچاره او فقیر وو، خو اوس په دې زمانه کې مسلمان که کافر ټول په دې عصر کې ژوند کوي او د همدې عصر له وسایلو سره ټول یو شان ځانونه عیاروي.

خو د کافرو اصلي هدف دادی چې مسلمانان یو ځل بیا د زر کاله پخوا په څیر باداران ونه ګرځي، ځکه چې اسلام مونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم زمانې ته بیایي او د صحابه کرامو زمانې ته مو بیایي، او د تابعینو زمانې ته مو بیايي. چې ټولو د عزت ژوند کړی، کفارو ته به یې درې لارې وړاندې کولې، یا تسلیم شئ، یا جزیه ومنئ او یا جګړې ته تیار شئ، او په جګړه کې به هرو مرو د مسلمانانو تر پښو لاندې دل کیدل، چې د اسلام تاریخ له دې حقایقو ډک دی.

اوس به اوګورو چې مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو او تابعینو په زمانه کې په عزت کې وو او که په ذلت کې، او آیا نن سبا مسلمانان په عزت کې دي که به ذلت کې؟

د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه په زمانه کې مسلمانانو په فارس او روم باندې هم حکومت کاوه، د اموي خلافت پر مهال مسلمانانو پر شام هم خپله حکومتولي چلوله او آن د اسپانیا پر زړه یې د اسلامي حکومت بیرغ رپانده و.

د عباسیانو د خلافت پر مهال غربي کافرانو د مسلمانانو پر وړاندې په ټیټ سر ژوند کاوه.

د عبدالرحمن الداخل د حکمرانۍ پر مهال مسلمانانو آن د فرانسې او ایټالیا د فتوحاتو دروازې ورټکولې.

د قطز د زمانې پر مهال قطز د نړۍ ټول بشریت د مغولو له جبر ا استبداد نه وژغوره.

د ایوبیانو هر یوه زنکی او صلاح الدین پر مهال مسلمانانو د صلیبیانو لښکرې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې داسې وټکولې چې بیا یې سرونه نشوای پورته کولای.

د سلیمان القانونی د مشرۍ پر مهال مسلمانانو فینا هیواد او سیمه تر خپلې کلابندۍ او محاصرې لاندې ساتله

 د نړۍ کفار ځکه وایي چې اسلام مو زر کاله شاته بیایی، هغوی رښتیا وایي خو مسلمانان بیا هم ځانونه نه پوهوي. زر کاله شاته تګ یعنی د مسلمانانو تیر برم او غرور بیا راژوندی کیدل او شرقي او غربي کفار ټول له ذلت سره مخک کیدل.

اوس خو مسلمانان په هغه حال کې دی چې ټول یې به غړیدلو سترګو په رډو رډو ویني، په ټولو اسلامي هیوادونوکې مسلمانان داسې ذلیل دي چې په تاریخ کې ساري نه لری، کفار یې همداسې ذلیل پاتې کیدل غواړي، د مسلمانانو بچي نن د یوې نمړئ ډوډئ د پیدا کولو لپاره له خپلو هیوادونو نه د کفارو هیوادونو ته په قاچاقي ډول ځغلي آن عیسویت قبلوي خو چې ډوډۍپیدا کړي.خو په اسلامی ملکونو کې ټول مسلمانان که د همغه هیواد میشت مسلمان دی او که مزدورۍ ته ورغلي ټول ذلیل دی، آن د مسلمانان ټول حکمرانان د شرق او غرب تر مستقیمې سلطې لاندې د ذلت شپې سبا کوي.

نو ځه کفار ، مسلمانانو ته دا ذهنیت ورکوی چی اسلام پریږدۍ ځکه چې دا مو زر کاله شاته بیایی.

لوی ټکي: ارتجاعاسپانيااسلامحکمرانان
مخکینې مطلب

سوداګر: امنیت ته موپام نه کېږي، ژر ده چې خپلې پانګې له هېواد انتقال کړو

بل مطلب

انتخاباتي کمېسیون: نړیوالې ټولنې ته په ټولومراکزوکې دټاکنو ډاډ نشو ورکولای

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

وروستي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com