کابل ټکی کام ( جمعه ، ۱۷ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
د هېواد دګډ حکومت د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې نړېوالې ټولنې د ټاکنو د بودیجې د ورکړې لپاره د یو شمېر معیارونو په بشپړولو ټينګار کړی دی.
د ولسمشریزو ټاکنو په رانږدې کېدو سره د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، لاهم نړېوالې ټولنې د انتخاباتو بودیجه د دوی په واک کې نه ده ورکړې.
ددغه کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق پرست وایي، چې د ټاکنو د امنیت خوندیتوب، د معیارونو بشپړول، ظرفیت جوړونه او په ټاکلي وخت د موادو انتقال د نړېوالې ټولنې له لوري له مهو شرایطو دي.
نوموړي وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د یو شمېر دغو غوښتنو عملي کول نا ممکن دي.
د بودیجې ترڅنګ ناامني هم د کمېسیون د کارونو په مخ کې لوی خنډونه جوړ کړي.
دغه کمېسیون وايي، نړېوالې ټولنې ته دا ډاډ نه شي ورکولی چې په ټولو مراکزو کې به انتخابات ترسره کړي.
تردې وړاندې هم یوشمېر نوماندانو اوسیاسي څېړونکو له دغه حالت خبرورکړی وو، دوی ویلي وو چې ټاکنې له ځنډ اوخنډ سره مخ کېدونکې دي، خو که حالات رښتیاهم همداسې شول شاید چې حکومت له جدي غبرګون او ننګونو سره مخ شي.

















