شمالي وزيرستان: څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي، درې ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۸) 

د پاکستان پوځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې شمالي وزيرستان کې يې پر پوځي موټر چاودنې اوو تنو پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خبرپاڼه زياتوي، چاودنه د سړک د غاړې وه او په خړ کمر سيمه کې رامنځته شوې ده.

پوځ د څلور پوځيانو د وژل کيدو او درې نورو د ټپي کيدو خبر ورکړی او د دغه هيواد لومړي وزير عمران خان پيښه غندلې ده.

خړ کمر هغه سيمه ده چې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې پکې د پاکستاني پوځ او د پښتون ژغورنې غورزنګ تر منځ هم لانجه رامنځته شوې وه.

د پاکستان پوځ ادعا کړې وه چې د ياد غورزنګ کسانو پرې وسله وال بريد کړی و او په ځوابي برید کې يې څو تنه وژل شوي خو غورزنګ دغه ادعا ردوي.

د راپورونو له مخې، له تيرو څو مياشتو راهيسې په شمالي وزيرستان کې وضعيت ښه و خو د خړ کمر پيښې وروسته حالات خراب شوي او هلته یو ځل بيا ګرزبنديز لګيدلی دی.

تر دې وړاندې هم په شمالي وزيستان او د دغه هيواد په ځينو نورو قبايلو سيمو کې پر پاکستاني پوځ چاودنې او وسله وال بريدونه شوي چې د ځينو مسؤوليت يې تحريک طالبان پاکستان او داعش ډلې په غاړه اخيستی خو تر اوسه د پرونۍ چاودنې پړه چا نه ده منلې.

مربوطه مطالب

Back to top button