(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۸)
د ۲۰۱۹م کال د نړيوال جام سياليو په لړ کې نن افغانستان د نيوزيلينډ سره د دغه سياليو درېيمه لوبه کوي.
افغانستان تر دې مخکې خپله لومړنۍ لوبه اسټرالياليا او دهمه لوبه يې سريلانکا ته وبايلله.
د افغان کرکټ ملي لوبډلې کپتان ګلبدين نايب وايي، افغان لوبغاړو تابيا نيولې چې له نيوزيلنډ سره په افغاني بڼه لوبه وکړي.
د يادونې ده، چې د افغان لوبډلې ويکټ ساتونکی او اوپنر توپوهونکی محمد شهزاد د ټپي کيدو له کبله د نړيوال جام سياليو له لوبو بهر شوی دی او د هغه پر ځای اکرام علي خېل په یادو سياليو کې اخيستل شوی دی.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، له نيوزيلنډ سره ننۍ لوبه به د افغانستان پر وخت پنځه بجې په ټاونټن لوبغالي کې پيليږي.

















