(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۸)
د راپورونو له مخې، د غور ولايت په دولتيار او فراه په مرکز کې د طالبانو په بريدونو کې لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي باوري سرچينې وايي، طالبانو تيره شپه د دولتيار ولسوالۍ اړوند په پشته نور سيمه کې په پوستو بريد کړی چې په ترڅ کې يې تر پنځلس پورې محلي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالب وياند يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، په یاد بريد کې څوارلس اربکيان وژل شوي، د لعل بهادر فروتن په شمول دوه ټپيان او د هغوی پنځلس ميله وسلې او پنځه موټرسيکلونه هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.
د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي د پنځلس اربکيانو وژل کيدل تاييدوي په وينا يې د پيښې ځای ته نور کومکي ځواکونه رسیدلي او طالبانو سيمه پريښې ده.
دغه راز په يوه بل خبر کې ويل شوي چې طالبانو د فراه مرکز مربوط په ريګي سيمه کې دولتي عسکرو ته کمين ورکړی چې پر مهال يې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو د یاد بريد پخلی کړی او وياند يې وايي، چې د ريګي په سيمه کې طالبانو دولتي عسکرو ته کمين نيولی و چې پرمهال يې يوولس عسکر وژل شوي، پنځلس تنه نور ټپيان دي زياتوي چې د جګړې په پايله کې پنځه ټانګونه، درې لوکسل، یو فلډر موټر ویجاړ شوي او یوه اندازه وسلې او مهمات هم طالبانو نيولي دي.
د فراه د امنيې قوماندانۍ سرچينو د طالبانو بريد تائيد کړی خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
طالبانو د اختر په درې ورځو کې له ټول هيواده په دولتي ځواکونو د برید هيڅ کوم خبر نه و ورکړی خو د اختر په تيريدو يې يوځل بيا په ګڼو ولايتونو کې دولتي نظامي مرکزونه او ادارې په نښه کړي دي.


















