امریکا؛ دایراني تېلو په یوشمېر شرکتونو بندیزونه وضعه کړ

کابل ټکی کام ( شنبه ، ۱۸ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

د امریکا او ایران داړیکو له ترینګلتیا او یوشمېر بندیزونو وروسته امریکا یوځل بیا په یوشمېر ایراني شرکتونو بندیزونه لګولي.

دامریکا د خزانې وزارت د ایراني تېلو پر یوه شرکت تازه بندیزونه لګولي دي. دا اقدام د هغو هڅو برخه ده چې واشنګټن غواړي پر تهران فشارونه زیات کړي څو خبرو اترو ته غاړه نرمه کړي.

دا بندیزونه پر دې شرکت او دغه راز پر ۳۹ هغو کوچنیو شرکتونو لګېدلي دي چې له دغه شرکت سره اړیکې لري.

یاد شرکت د ایران د پټرولو د تصفیې څلوېښت سلنه برخې ظرفیت لري او د پټرولو د تصفیې پنځوس سلنه صادرات یې له همدې شرکت څخه دي.

امریکا ویلي دا بندیزونه یې ځکه پر یاد شرکت لګولي چې ددوی په خبره له سپاه پاسداران سره یې مرسته کوله.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا څه موده وړاندې د ایران سپاه پاسداران ځواک د ترهګرو ډلو په لېست کې شامل کړ.
اوله هغه وروسته یې په ایران دفشار لپاره یوشمېر جنګي الوتکې او پوځیان منځني ختیځ ته ولېږل.

مربوطه مطالب

Back to top button