کابل ټکی کام ( شنبه ، ۱۸ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
سعودي یوځل بیا په ایران یوشمېر تورونه لګولي، د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ناروې یوه گډ پلاوي ویلي، ددوی لومړنۍ پلټنې ښیي چې “په یو هیواد پورې اړوندې ډلې” د متحده عربي اماراتو په سواحلو کې د تېلو په ټانکرونو باندې تیره میاشت برید کړی و.
دې پلاوي په دې هکله یوه گډه اعلامیه خپره کړې او هغه یې د ملگرو ملتونو سازمان ته سپارلې ده.
په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د لومړنیو پلټنو پر اساس تیز رفتاره کیښتیو ځانونه، دې بېړیو ته رسولي او د اوبو بمونه یې په دې ټانکرونو کې ځای پر ځای کړي دي.
اعلامیه زیاتوي: “سره له دې چې پلټنې لاهم روانې دي، خو دغه اطلاعات ښیي چې ټول څلور بریدونه ترسره شوي.
که څه هم چې دې پلاوي د کوم ځانگړي هیواد نوم نه دی یاد کړی، خو په ملگرو ملتونو کې د سعودي عربستان سفیر ویلي، ټول شواهد ښیي چې ایران ددغه برید تر شا لاس لري اوباید پوښتنه ترې وشي.
تردې وړاندې امریکایي چارواکو هم پر ایران ورته تورونه لگولي وو.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن، تیره میاشت ابوظبۍ ته د سفر پر مهال ویلي وو “څرگنده ده چې ایران ددې بریدونو تر شا لاس لري.
خو ایران دغه تورونه رد کړي او هغه یې د امریکا د تبلیغاتو یوه برخه گڼلې ده.
ایران ویلي چې دوی له ټولوګاونډیو او اونړیوالو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي، او که یو اقدام کوي، یایې حق بولي چې اقدام باید وکړل شي؛ نو دوی یې ښکاره کوي، پټه حمله/برید دهېڅ ازاد هېواد خاصه نده.


















